1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف: د سوریې د معتدله ډلو ملاتړ کوو

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې مسکو چمتو دی په سوریه کې د بشار الاسد د معتدله مخالفو ډلو ملاتړ وکړي. هغه ویلي دي چې روسیه د سوریې د کړکیچ د حلولو په برخه کې له امریکا سره لا زیاتې همکارې ته چمتو ده.

https://p.dw.com/p/1Gtid
انځور: Reuters/Ministry of Defence of the Russian Federation

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې۲۴) اعلان وکړ چې د روسیې الوتکې امادگي لري چې د «سوریې د آزاد پوځ ډلې» هوایي ملاتړ وکړي.

لاوروف زیاته کړې ده چې د دغه ملاتړ شرط دا دی چې د «سوریې آزاد پوځ» د بشار الاسد د ځواکونو پر ضد د جگړې پر ځای د اسلامي دولت په ګډون د تندلارو ډلو پر ضد وجنگیږي.

د سوریې د کورنۍ جگړې له پيل راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسیې داسې یو دریځ خپل کړی دی. روسیه د بشار الاسد تر ټولو لوې متحد دی او په تیرو څلورو کلونو کې یې د سوریې د پوځ د ملاتړ او د اسد د مخالفینو د سرکوبه کولو په برخه کې مرسته کړی.

لاوروف په روسیه کې د «روسیا۱» کانال سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ اماده یو چې د مخالفو معتدله ډلو لکه د سوریې آزاد پوځ ډلې څخه هوایې ملاتړ وکړو، په دې شرط چې دوی د افراطیانو پر مرکزونو برید وکړي.»

د مسکو دغه نوی دریځ تیره ورځ (اکتوبر۲۳) د لاوروف او د هغه امریکایې سیال جان کیري، تر منځ تر لیدنې کتنې وروسته اعلان شو. لاوروف او کیري په ویانا کې له سعودي عربستان او ترکیې سره څلور اړخیزې خبرې اترې درلودې چې پایلې یې مثبتې نه وې.

د سوریې د کورنې جگړې له پيل څخه وروسته دا لوموړې ځل دی چې د دغه هیواد ولسمشر بشار الاسد یو بهرني هیواد ته سفر کوي. هغه په غیرې منتظره ډول مسکو ته سفر وکړ او له ولادیمیر پوتین سره یې ولیدل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرگندونو په یوه برخه کې ټینگار کړی دی چې کرملین په دې اند دی چې هر څومره ژر چې کیدای شي په سوریه کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو له پاره چمتوالی ونیول شي. په سوریه کې د روسیې د هوایې بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۴۴۵ انسانان وژل شوې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب