1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف: په افغانستان کي د امريکا دايمي پوځي اډې بايد نه وي

۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف وايي، چي په افغانستان کي نه يايد د امريکا د متحده ايالاتو پوځي دايمي اډې جوړي سي.

https://p.dw.com/p/12Uwj
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروفانځور: dapd

لاوروف په مسکو کي يوې خبري غونډي ته ويلي، چي روسيه په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي اډو د جوړيدو سره مخالفه ده.

 

« د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتل بايد داسي نه وي چي ځای يې تر بلي «چترۍ» لاندي بل ماموريت ونيسي.»

 

هغه وويل چي د مسکو چارواکو په افغانستان کي ددغه ډول پلانونو څخه خبر دي او په دې اړه لکه څنگه چي د افغان چارواکو سره خبري رواني دغه ډول د امریکا د متحده ايالاتو سره هم بحث روان دی.

 

لاورف دغه راز ويلي چي ناټو بايد د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه معلومات ورکړي.

 

د هغه په خبره دا ځکه چي ناټو ځواکونه په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په مشوره افغانستان ته تللی او اوس بايد د وتلو په اړه امنيت شورا ته راپور ورکړي.

 

لاوروف وويل، چي ناټو بايد امنيت شورا ته په دې اړه معلومات ورکړي څه وخت او ځنگه او په ځانگړې توگه د هغو نيوکو په اړه چي د افغانستان څخه بايد ځواکونو ووزي معلومات ورکړي.

 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل چي روسيه په بشپړه توگه ددې سره موافقه ده چي په افغانستان کي دي د ناټو ځواکونو ماموريت لنډ مهاله وي.

 

خو مسکو غواړي په دې هم پوه سي، چي آيا افغان امنيتي ځواکونه کولای سي چي د هيواد امنيت په خپله ټنگ کړي؟

 

روسيې په وار وار ويلي بشه يي موادو او تندلارو اسلامي ډلو په خاطر يې د افغانستان لخوا اړخ په هوا دی.

 

روسيې اوس بيا غواړي چي د افغانستان-تاجکستان پولي ته سرحدي ځواکونه وليږي. خو داسي ويل کيږي چي د تاجکستان پارلمان يې سخت مخاليفت کوي.

 

د روسيې يوه ويره په دې کي ده چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د مرکزي آسيا هيوادونه په افغانستان او پاکستان کي د طالبانو او ترهگرو تر تهديد لاندي راسي.

 

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم