1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لبنان ترجگړې يو کال وروسته

۱۳۸۶ مرداد ۱۲, جمعه

د لبنان په جنوب کې د اسرائيل اوحزب الله ترمېنځ د جگړې له پېل نه څه باندې يوکال وروسته لاهم د لبنان ماشومان په ډېروسختوشرايطوکې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/DMqe
د اسرائيل لخواپرلبنان باندې د اچول شويووښکالي بمونو يوميليون ټوټې، چې ندي چاودلي، دايمي خطرجوړوي
د اسرائيل لخواپرلبنان باندې د اچول شويووښکالي بمونو يوميليون ټوټې، چې ندي چاودلي، دايمي خطرجوړويانځور: AP

دغه جگړه د 1385 کال د چنگاښ د مياشتې په 21 نېټه پېل شوه او د زمري د مياشتې تر 23 نېټې پورې يې دوام وکړ. په لبنان کې، چې دايماً د بحرانونوله کبله لړزول کېږي، نجونې اوهلکان د هغو بې امنيوله امله وېره لري اوځورېږي، چې د نويوزورزياتيوله کبله بيا اوبيا لمسول کېږي. د لبنان په جنوب کې د فلسطينيانوپه کمپونوکې د جگړوله کبله، د تېرواوونيوپه ترڅ کې، په زرگونوکورنۍ مجبورې وې چې وتښتي. د اټکلونوله مخې، د اسرائيل او حزب الله ترمېنځ په څلوردېرش ورځنۍ جگړه کې، د اسرائيل لخواپرلبنان باندې د اچول شويووښکالي بمونو يوميليون ټوټې، چې ندي چاودلي، دايمي خطرجوړوي. د تېرومياشتوپه ترڅ کې اوياتنه ماشومان او نوي ځلميان د ماينونواووښکالي بمونو د پاتې برخو د چاود نوله کبله ژوبل يامړه شويدي.


يونيسف مرسته کوي
د ملگروملتونوله ماشوملنوسره مرسته کونکې ټولنه يونيسف، د ماينونو د خطرپه هکله د خلکو د خبرولو د کارملاتړکوي او د دې لپاره چې ماشومان اونوي ځلميان، پربې امنيته وضيعت سربېره، ښوونځي ته د تللو امکان ولري، له هيڅ ډول هلوځلونه ډډه نه کوي. يونيسف د اسرائيل اوحزب الله ترمېنځ تراوربندوروسته، د لبنان په اوه دېرشوسيموکې درې سوه زره تنه انسانانوته د اوبوتدارکات، چې په جگړې کې له مېنځه وړل شوي وو، بېرته جوړکړل. سربېره پردې د لبنان د جنوب په دوه ويشتوکليوکې د څښاک د اوبو تدارکات لاښه کړل شول په يوزروڅلورسوه ښوونځيوکې څلورسوه زره زده کونکوته ....