1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لبنان سوريايي کډوالو ته خپل سرحدونه تړلي دي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ مهر ۲۷, یکشنبه

لبنان اعلان کړی دی چې نور «په رسمي توگه» سوریايي کډوال نه مني او یوازي به په استثنايي حالاتو کې د ډیرو کډوالو کوربه شي. اوس په لبنان کي تر يو ميليون ډېر کوريايي کډوال ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/1DYLp
انځور: picture alliance/AP Photo

په لبنان کې د ملگرو ملتونو د دفتر نمایندگۍ د شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر۱۸مه) تائید کړې ده چې د لبنان دولت په ډیرو سیمو کې د سوريې د پناه غوښتونکو پر وړاندي خپلې پولي تړلي دي او د نویو کډوالو د منل کیدو په شمیر کې ډیر کموالی راغلی دی.

په بیروت کې د ملگرو ملتونو استازي نینت کلي، رسنیو ته ویلي دي: «د هغو پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی چې د لیبنان له پولو څخه د تیریدو اجازه ترلاسه کوي.»

نینت کلي، له رسنیو سره په خبرو کې لبنان ته د لا زیاتي مرستي غوښتنه کړې ده، څو دغه هیواد وکولای شي لا زیاتو سوریايي کډوالو ته د موقتي استوگني امکانات برابر کړي.

د لبنان د ټولنیزو چارو وزیر رشید درباس، هم په دغه هیواد کې د «الاخبار» په نوم ورځپاڼي سره په مرکه کې د دغه خبر په تائیدولو سره ټینگار کړی دی چې د دوی هیواد په رسمي ډول نوي سوریايي پناه غوښتونکي نه مني.

دغه چارواکي ټینگار وکړ چې یوازي په استثنايي حالاتو کې به «هغه چاته چې په خاصو او غیر انساني شرایطو کې یې وخت تیر کړی وي او له امنیتي گواښ سره مخامخ وي.» لبنان ته د داخلیدو اجازه ورکړي.

رشید درباس زیاته کړه: «هر څوک چې وغواړي د دوو هیوادونو ترمنځ له سرحدي پولي ور واوړي تحقیق به ځنې کیږي. یوازي هغه کسان به لبنان ته د داخلیدو اجازه ترلاسه کړي چې له یو خاص امنیتي گواښ سره مخامخ وي. نور بې ځایه شوې سوریایې کډوال به دغه هیواد ته د داخلیدو اجازه ونه لري. په دې هکله د ټولنیزو چارو وزارت د تصمیم نیوالو واک لري.»

مخکې تر دې هم لبنان ویلي ول چې تر یوه ميلیون زياتو سوریايي کډوالو د منلو توان نه لري. په داسې حال کې چې لنبان پخپله تر پنځو ميلیونو لږ نفوس لري، په دغه هیواد کې اوسمهال یو ميلیون او ۱۰۰ زره سوریایې کډوال میشت شوي دي.

د سوريايانو او لبنانانو نارضایتۍ

ډیرو لبناني وکړو په خپل هیواد کې د سوريایي کډوالو پر لوړ رقم نیوکه کوي. دوی وايي چې د سوريایې کډوالو په ډیریدو سره ډیر شمیر لبنانیانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. په ښوونځیو او روغتونونو کې هم د خلکو ازدحام ډیر شوی دی او ډیرو سیمو ته برښنا هم په نوبت سره ورکول کیږي. سوریايي کډوال هم د لبنان د خلکو له تبعیضي او تحقیرآمیزه چلند څخه گیله کوي.

یو شمیر لبناني سیاستوالو هم په خپل هیواد کې د سوریایي سني مذهبه پناه غوښتونکو د ډیر لوړ رقم په هکله اندیښنه ښودلې. په لبنان کې د سني، شعیه مذهبو او عیسویانو تر منځ اختلافات کله نا کله شخړیزه بڼه غوره کوي. اوس دغه سیاستوال اندېښنه لري چې په دغه هیواد کې د سني مذهبه کډوالو د شمیر په ډیرو سره به د دغه مذهب پیروان لا ځواکمن او پیاوړي شي.

په سوريه کې کورنۍ جگړې تر۳ میلیونو او ۲۰۰ زرو ډیر خلک بې کوره او مهاجر کړل. دغو سوریايي کډوالو لبنان، ترکیې، اردن او عراق ته پناه وړې ده. د ملگرو ملتونو د ارقامو پر اساس په تیرو درو میاشتو کې د کورنې جگړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰۰ زره سوریایان وژل شوې دي.