1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور آزموینې د پایلو پر ضد مظاهره وشوه

حسین سیرت۱۳۹۱ اسفند ۱۹, شنبه

د کانکور په آزموینه کې ناکامو شویو لسهاوو زده کوونکو د شنبې په ورځ په کابل کې لاریون وکړ. له بلې خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې له ناامنو ولایتونو څخه به ۴۰۰۰ ناکامه زده کوونکي په دولتي پوهنتونو کې جذب کړي.

https://p.dw.com/p/17uES
انځور: DW

دغه مظاهرې د شنبې په ورځ د کابل له پوهنتون څخه پیل شوې او د افغانستان د پارلمان د دروازې مخې ته پای ته ورسیدې. د مظاهر گډونوالو ادعا کوله چې په کانکور آزموینه کې درغلۍ شوې دي او دا چې د هغوی حق تر پښو لاندې شوی دی. د مظاهرو یو تن گډونوال صفی الله، وویل چې د کانکور په آزموینه کې بې پایلې پاتې دی او نه پوهیږي چې څه وکړي: «زه پر هغو نمرو چې ما تر لاسه کړي دي قناعت نه لرم. بې پایلې پاتې یم. نه پوهیږم چې څه وکړم.»

خو د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عظیم نوربخش، دغه ادعاوې رد کړې او ویویل چې په آزموینه کې هیڅ ډول درغلۍ نه دي شوي. د ښاغلي نوربخش په خبره درغلي کوونکي د قانون پنجو ته سپارل شوي دي.

د ناامنو ولایاتو له پاره ځانگړی امتیاز

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي دي چې د یوې نوې طرحې له مخې به د ناامنو ولایتونو په زرهاوو تنه ناکامه شوي زده کوونکي په دولتي پوهنتونونو کې جذب شي.

د دې وزارت ویاند عظیم نوربخش، د مظاهره کوونکو د غوښتنو په ځواب کې وویل: «یوه بله طرحه هم موجوده ده. د دې طرحې له مخې به د افغانستان له ناامنو ولایتونو څخه د پنځو کلونو له پاره څلور رزه زده کوونکي په پوهنتونونو کې جذب شي. یوه کمیټه دغه کار تر سره کوي. ډیر ژر به له ناامنو ولایتونو څخه ۴۰۰۰ زده کوونکي په دولتي پوهنتونو کې جذب شي.»

هغه ولایتونه چې ډیر زده کوونکي یې کامیابه شوي دي

فاریاب، ارزگان، پکتیکا، دایکندي، هلمند او فراه هغه ولایتونه دي چې د کانکور په آزمونیه کې یې تر ټولو ډیر گډونوال کامیابه شوي دي. د مظاهرو گډونوال په دې اړه نیوکه کوي چې ولې له یوه ولایت څخه ۹۰ سلنه او له یوه بل ولایت څخه بیا یوازې ۲۰ سلنه گډونوال په کانکور آزموینه کې کامیاب شوي دي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت بیا د دې پوښتنې په ځواب کې وایي چې د دغو لایتونو زده کوونکي یوازې د خپل لیاقت په واسطه د کانکور په آزموینه کې کامیاب شوي دي او هيڅ ډول تقلب نه دی شوی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې هر کال لا ډیر زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې گډون کوي او افغان دولتي پوهنتونونه د هغوی د جذبولو توان نه لري.