1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس کاله د يو استبدادی رژيم د مشر په توګه

۱۳۸۹ تیر ۲۰, یکشنبه

د سوریی ولسمشر بشارالاسد لس کاله مخکي له خپل پلار څخه د جمهوري رياست څوکي په ميراث واخيسته. په لومړي سر کي چا ګمان هم نه کاوه چي دي به د خپل پلار په څير واکمني ته دوام ورکړي

https://p.dw.com/p/OGIU
د سوريي ولسمشر بشارالاسد نړيوال شهرت لري خو د خپل هيواد په دننه کي د سوټي په زور حکومت کوي
د سوريي ولسمشر بشارالاسد نړيوال شهرت لري خو د خپل هيواد په دننه کي د سوټي په زور حکومت کويانځور: DW

په پيل کې داسې ښکارېده، چې هغه يواځې د يو زوي په توگه له خپل ناڅاپه مړشوي ځواکمن پلار څخه واک تر لاسه کړي . هغه مهال په 2000 ميلادي کال کې بشارالاسد کوم سياسي کس نه وو. ده هم لکه د نورو شتمنو عربو کورنيو د بچيانو غوندې په 34کلنۍ کې خپله فاکولته پاي ته ورسوله، هغه هم په لندن کې د سترگو د ډاکتر په توگه. له هغه نه وړاندې يې د دمشق ښار کې فرانسوي جمنازيوم لوستي وو. مگر د موټر په ټکر کېدنه کې د خپل مشر ورور له مړينې سره ورته هر څه بل رنگ واوښتل - هغه د خپل پلار د ځاي نيو په توگه ونومول شو.

په دمشق کې سياست پوه سمير سيفان د دې پخلي کوي چې: «ځوان بشار ته، لس کاله وړاندې د سوريې د ولسمشرۍ پر غاړه اخيستلو پيل کې، په کمه سترگه کتل کېدل.»

سيفان زیاتوی: «هغه وخت د هېواد د ننه او بهر دا بحثونه کېدل، چې آيا بشار به د هېواد اداره وکړي شي او که څنگه. طبعي خبره ده، چې سړي له تجربو څخه زده کولي شي. او اوسنی ولسمشر الاسد دا کار کړي - خصوصاً په نژدې ختيز کې. کله چې څوک له زياتو ربړو سره مخامخ وي، نو ورڅخه ډېر څه زده کولي هم شي.»

بشارالاسد په خپله نرۍ ونه، اوږد مخ او تنگو سترگو سره د يوه عبوري کس په توگه ښکارېده، نه کوم سياسي. نوموړي سره د خپل پلار حافظ الاسد 30 کلنه اداره څه لويه غوندې برېښېده. مگر نړيوال غلط پوه شوي وو.

بشر د زغم امتحان ورکړ، او د يوې امريکايۍ نامتو موسسې د ټولپوښتنو له مخې، د عربي نړۍ په نامتو مشرانو کې شمېرل کيږي. په تېره بيا عراق ته د امريکې له ورتگ او په غزه کې د اسرائيلو د چال چلند سره مخالفت ورته په نژدې ختيز کې لوي باور او درناوي وربخښلي. بيا هم سيفان وايي: «د نورمالو عربو د پاره دا د اهميت وړ خبره ده. بشارالاسد د هغوي ته لومړۍ درجه سړي دئ. دوي پر اسرائيلو او امريکه باندې په غصه دي، د اسرائيلو د حملو او هم د امريکې لخوا د عراق د ښکيلاک له مخالفت څخه ملاتړ کوي. نو ځکه د ده خوي او پخپله دي ورته گران دي.»

د اسرائيلو په وړاندې د بشر دريز روښانه دئ، مگر د صلحي سره هم مينه لري. په رسمي ډول سره دا دواړه دښمن گاونډيان لاتراوسه د جگړې په حال کې دي. د ترکيې په منځگړيتوب سره څلور روڼه خبرواترو خپل اغېزمنتوب په ډاگه کړي او په موضوع کې خوځښت راغلي وو. خو يو نيم کال وړاندې پر غزه باندې د اسرائيلو د يرغل له کبله سوريې دا لړۍ وشلوله.

د مۍ په مياشت کې د اسرائيلو لخوا پر مرسته کوونکې بېړۍ باندې حملې او د 9 تنو ترکانو وژل کېدنې دا چاک لانور هم ارت کړ او بشارالاسد گواښ وکړ: «موږ هر آن د اسرائيلو د تعرض انتظار لرو - بې توپيره ده، چې د کوم دليل له مخې.»

بشرالاسد هم لکه خپل پلار حافظ الاسد غوندې، له اسرائيلو څخه د گولان د لوړو آزادونه خپله لومړۍ موخه گرزولې

اولریښ لایت هولد/ عارف وردک

کتونکی: عبدالباری حکیم