1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس کاله وروسته هم افغانان نا هيلي پاته دي

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

له نن څخه لس کاله مخکي کله چي د امريکا متحده ايالاتو او د هغه متحد ينو د طالبانو پر رژيم بريد وکړ په افغانستان کي ډيرو ته دا هيله پيدا سوه چي ښايي ډير ژر به دې بد مرغيو او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي.

https://p.dw.com/p/12nN4
اف ۱۴ جنګي الوتکي لومړۍ الوتکي وې چي پر افغانستان باندي يې بمبارد پيل کړی
اف ۱۴ جنګي الوتکي لومړۍ الوتکي وې چي پر افغانستان باندي يې بمبارد پيل کړیانځور: AP

د دغو هيلو ستره وجه هغه وعدې او ژمني وې، چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا وسوې. د واشنګتن له خوا ويل کيدل چي:«جګړه د افغانستان د ولس پر ضد نه، بلکي د القاعدې د ترهګري شبکې او د هغي د طالب متحديو پر ضد ده.د ملا محمد عمر تر مشري لاندي د طالبانو د رژيم پر ځای بايد د افغانانو د خپلي خوښي حکومت جوړ سي. د افغانستان د بيارغاوني سره به سوله او امن ټينګ سي او سوکالي به د خلکو په برخه سي.»

 

تر شلکني جګړې وروسته د خلکو پر غوږو باندي دغسي وعدې ډيري ښه لګېدې. خلکو پر لويديځ باندي ډير باور درلود او د داسي وعدو څخه  د خوښي له امله د چا خبره په جامو کي نه ځايدل.

 

هغه شيبي چي په افغانستان  کي پوځي مداخله پيل سوه، د کندهار د  يو اوسيدونکي حبيب الرحمن ښه په ياد دي. هغه وخت دی 15 کلن ؤ:

« طالبانو ډير ژر ماته وخوړله.  موږ نه پوهيدو چي څه به وسي. خلکو ويره درلوده، چي داسي نه سي چي بيرته جګړه ماران قدرت ونيسي او له هغو سره بيرته  کورنۍ جګړه پيل سي. خو په عين وخت کي موږ هيله هم  درلودله چي ښايي هر څه ښه سي.»

 

په کابل کي د سينګار او په انګريزي اصطلاح د « بيوتي شاپ» د يو څو محدودو هټيو تر مخ د خلکو ګنه ګوڼه ليدله کيږي. د دغه ښار يو اوسيدونکي د لس کلو مخکي شپي او ورځي  په يادوي:« شپه لا سبا سوې نه ول، چي طالبانو ښار پريښود. څو ورځي وروسته هغوی سره ورک سول. تر ټولو د مخه د ږيرو خريل پيل سول، هغه يو دود چي  طالبانو پر خلکو تپلی ؤ. ما ډير نارينه وليدل چي د سړک پر سر يي خپله ږيره خريوله. خلک ډير خوشحاله ؤ.»

 

طالبانو د خپلي واکمني په موده کي د خلکو په ورځڼي ژوند کي هم مداخله کوله او هغه يي نظم او قانون ټاکلی ؤ. نارينه و بايد اوږدي ږيري پريښي وای. ښځو د کار کولو اجازه نه درلوده، نجونو اجازه نه درلوده چي ښونځيو ته لاړي سي.

 

هغوی يوازي د يو محرم نارينه په ملګرتيا کولای سوای، چي بهر ته ووزي. موسيقي اوريدل، د کاغذي پتنګانو لوړل، او داسي نور تفريحي شيان ټول بند او منع ؤ.

 

د کابل يو بل اوسيدونکی وايي، چي خلکو حتي دا حق نه درلود چي څه ډول جامي واغوندي:« ما يو چرمي جمپر درلود. يوه ورځ د يو طالب په مخکي تير سوم. هغه پر ما ږغ وکړ او زما چرمي چمپر يي را څخه وايست او په مخکي راته څيري کړ. هغه راته وويل: چرمي جاکټونه د خنځير له پوستکي جوړيږي. يو مسلمان بايد دا وانه غوندي.»

 

په زر ګونو داسي نور کيسي شته چي کيدای سي د بيلګي په توګه وړاندي سي. تر دغه دمه چي د طالبانو رژيم لا نسکور سوی نه ؤ، هر سړي د دو لسيزو جګړو څخه غمجني خاطري درلودي.

 

ډيری افغانانو ګمان کاوه چي د امريکا متحده ايالاتو او د هغه د متحدينو له پوځي مداخلي سره به نور دې غنجمن حالت ته خاتمه ورکړل سي.

 

که څه هم ځيني ارمانونه په لومړيو کلونو کي پوره سول. افغانستان د يو ديموکراتيک اساسي قانون خاوند سو او د لومړي ځل لپاره ددې هيواد په تاريخ کي ډيموکراتيکي ټاکني وسوي.

 

په 2004 کال کي د ولسمشري لپاره ټاکني وسوې او د انتقالي دوري ولسشمسر حامد کرزي چي د لويديځ له ملاتړ څخه برخه من ؤ، په ټاکنو کي ګټونکی سو.

 

خو د پوځي مداخلي سره سره د افغانستان د پلازميني کابل امينتي وضعيت کال په کال بيرته خراب سو.

 

د طالبانو غورځنک بيرته ژوندی سو او په هيواد کي د سولي او امن هيلي له خاورو سره خاوري سوې.

 

ډيری افغانان اوس دا پوښتنه کوي، چي د ناټو تر مشري لاندي 150 زره نړيوال ځواکونه ولي ونه توانيدل چي په هيواد کي امنيت ټينګ کړي؟

 

د ډيرو افغانانو لپاره اوس دا يو نه حل کيدونکي معما ګرځيدلي. سربيره پردې د بيارغاوني له بهير څخه خلک راضي نه دي. په داسي حال کي چي په تيرو لس کلونو کي يو محدود شمير افغانان ډير زيات شتمن سول، د ملګرملتو د معلوماتو له مخي کابو 7 مليونه افغانان له لوږي سره مخامخ دي او د سبا او بيګا ډوډۍ نه لري، که څه هم دي هيواد ته له بهر څخه په ملياردو ډالر واستول سول.

 

ستره هيله اوس له ستري ويري سره مخامخه سوې ده. د کندهار د اوسيدونکي حبيب الرحمن هيله هم پوره نه سوه: « په هغه وخت کي ما فکر کاوه چي هر څه به سم سي. ډيري وعدې وسوي. خو هيڅ وعده پوره نه سوه. امنيتي وضعيت اوس له پخوا څخه هم ناخوال سوی دی.»

 

ډيری افغانان ويره لري چي په 2014 کال کي د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره، ښايي بيرته طالبان قدرت ته ورسيږي. د امريکا متحده ايالاتو د حکومت او يا د نورو دولتونو په دې وعدو باندي چي ګواکي افغانان به وروسته له دي هم يوازي پرې نه ښودل سي، ډير لږ خلک باور لري.

 

په تيرو لسو کلونو کي ډيري زياتي وعده خلافۍ سوي دي، خو خلکو ته  تر اوسه پوري چا روښانه کړې نه ده چي ولي؟

 

رتبل شامل آهنګ/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل