لنډ خبرونه په انځور او متن کي
د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه لنډ او مهم خبرونه په انځور او متن کي دلته کتلای سئ.
مقدونیې تر ۱۵۰۰ اضافه مهاجرينو ته له سرحده د تیریدو اجازه ورکړې ده
مقدونیې و مهاجرو ته خپل سرحد ازاد کړی دی. لکه څنگه چي ډیرو رسنیو خبر ورکړی دی، تر ۱۵۰۰ اضافه مهاجرين د سرحد څخه تیر سوي دي، بې له دې چي پولیس مداخله وکړي. د مقدونیې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي، چي پولیس نه غواړي د مهاجرينو په وړاندي د زور څخه کار واخلي، خو د سرحدونو کنټرول ته به بیا هم ادامه ورکړي. د هغه په خبره به د امکاناتو سره سم په راتلونکو ورځو کي هم نورو مهاجرينو ته اجازه ورکړل سي.
په مدیترانه کي تر ۴۰۰۰ زیات کډوال ژغورل سوي دي
د ایټالیا ساحلي څارونکو ویلي دي، چي د مهاجرینود ۲۲ مختلفو کښتیو څخه ورته عاجل خبرونه رسیدلي دي، چي د ډوبیدو د خطر سره مخامخ دي. د ژغورني په دغو عملیاتو کي د ایټالیا د ساحلي ساتونکو، ایټالیا د بحري قواؤ او اروپايي ټولني د سرحدي ماموریت «تريتون» کښتیانو برخه اخیستې وه.
تر څلوروکالو وروسته په ایران کي د بریتانيې سفارت بیرته پرانستل سو
په همدې مناسبت د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر فلیف هېمونډ پخپله تهران ته سفر کړی و. د برتانيې د خارجه وزارت څخه ویل سوي دي، چي په عین وخت کي به بیا په لندن کي د ایران سفارت هم خلاص سي. د انګلستان پر سفارت باندي د قهرجنو اسلام پاله مظاهره کونکو تر یرغل وروسته، چی پر ایران باندي د اقتصادي بندیزونو په مقابل کي تر سره سوي ول، د ۲۰۱۱ کال په اخره کي د ایران سره ډيپلوماتیکي اړیکی قطع سوي وې.
جنوبي او شمالي کوريا بيا یو د بل سره خبري کوي
دا خبره په سیؤل کي د جمهوري ریاست دفتر کړې ده. د خبرو اترو په خاطر نوموړې لیدنه کتنه د شنبه د ورځي په ماښام شروع او نن سهار وختي پای ته ورسیده. د دواړو کوریايي دولتونو تر منځ تشنج په دې اخرو وختونو کي ډیر سوی دی. د جمعې په ورځ د شمالي کوريا واکمن کیم یونگ اون سرحدي قواوي په سخت تعرضي او تیارسی حالت کي راوستلې او د جنوبي کوريا پر موضع گانو باندي یې په حملو سره تهدید وکړ.
په يمن کي بريتانوی يرغمل آزاد سو
د متحده عربي اماراتو قواوو په يمن کي يو بريتانوی يرغمل را آزاد کړی دی. دا خبر د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير فيليف هېمنډ و تهران ته د خپل سفر پر وخت ورکړ. د عربي اماراتو د يو خبري آژانس په په حواله د نفتو دغه ۶۴کلن بريتانوی انجينير د ۲۰۱۴کال د فبرورۍ مياشتي راهيسي د پخواني داعش ډلې «اسلامي دولت» له خوا تښتول سوی ؤ. په يمن کي په تيرو ۱۵ کالو کي په سلهاؤ انسانان اختطاف کړل سوي دي.