لنډ خبرونه په متن او انځور کي
روسيه او امريکا غواړي د سوريې له پاره یو کاري گروپ جوړ کړي
روسيه او د امريکا متحده ايالات غواړي همدانن جمعه په سوريه کي د اوربند د عملي کولو پخاطر یو کاري گروپ جوړ کړي . دغه خبره د روسيې بهرنیو چارو وزير سرګیې لاوروف په مونشن کي تر څو ساعتو خبرو او معاملې وروسته اعلان کړه. ددواړو خواوو ډیپلوماټان او نظامي استازي به د اول وار له پاره په ژنیو کي سره وگوري او بیا په منظم ډول سره جلسې جوړي کړي.
ميدويديف د یوه بل «نړیوال جنگ» څخه خبرداری ورکړی دی
د مونشن تر موافقې دمخه د روسيې جمهوررييس دیمتري ميدويديف د یوه «نړیوال جنگ» څخه خبرداری ورکړی ؤ، په هغه صورت کي چي غربي یا عربي هيوادونه سوريې ته مځکنۍ قواوي ولیږي. ميدويديف المانۍ وررځپاڼي «هنډلس بلت» ته ویلي وه، چي مځکنۍ قواوي به په سوريه کي جنگ د یوه نامعلومه وخت له پاره اوږد کړي. ځکه نو دده په خبره ټوله طرفونه باید د خبرو میز ته حاضر سي.
د الماني پوځ پخواني عمومي مفتیش کویات په سوريه کي د روسيې رول ستایلی دی
د الماني پوځ د پخواني عمومي مفتیش هارالد کویات په نظر په سوريه کي د روسيې نظامي مداخلې د سولي له پاره زمینه مساعده کړې ده. هغه یوې المانۍ وررځپاڼي ته ویلي دي ، چي د ۲۰۱۵ م کال تر سپټمبر پوري په سوريه کي هر څه په ټپه ولاړ وه. نه امریکایانو او نه هم اروپایانو دیوې سوله مندي او باامني سوريې له پاره ستراتیژی درلوده. خو کریملین بیا ددې برعکس د خپل عمل پواسطه د سیاسي حل له پاره یو کړکی خلاصه کړه.
د جنوبي سوډان جمهوررييس د یاغیانو مشر مشارد خپل مرستیال په توگه نومولی دی
په جنوبي سوډان کي تر دوو کلونو اضافه داخلي جنگو وروسته جمهوررييس سلوا کییرخپل سخت دښمن د یاغیانو رهبر ریک مشار د خپل مرستیال په حیث نومولی دی . د مشار نومول په اگست کي د سولي د تړون یو جزء دی. مشار ددغه تصمیم څخه هرکلی کړی دی ، خو ددې خبري له پاره یې د ضمانت غوښتنه کړې ده. د نورو تر څنگ د مشار په خبره باید دده یاغي پخوانۍ قواوي په پایتخت جوبا کي ځای پرځای سي.
د نیویارک یو پولیس د تورپوستي د وژل کیدو په خاطر محاکمه سوی دی
په نیویارک کي یو پولیس د تورپوستي د وژل کیدو په خاطر محاکمه سوی دی. د هغه د جزأ موده به په اپریل کي اعلان سي. خوکیدلای سي دغه ۲۸ کلن تر ۱۵ کلونو حبس په جزأ محکوم سي. دغه پولیس د ۲۰۱۴ م کال په نوامبر کي په بروکلین ناحیه کي د گزمې پر وخت پر یوه بې وسلې تورپوستي باندي فیرونه وکړل ، چي وروسته په روغتون کي مړ سو. پرده باندي دا تور هم لگیدلی دی، چي ددغه زخمي له پاره یې ژر د کومک غوښتنه نده کړې.