لنډ خبرونه په متن او انځور کې
چین د جنوبي سمندرګي په ټاپو کې الوتکې ځای پر څای کړي
د چین په جنوبي سمندرګي کې د ملکیت د لانجې په ترڅ کې د امریکا د خبري شبکې «فوکس نیوز» په حواله چین د پاراسل له ټاپوګانو څخه یې په یوه ټاپو کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي دي. زیاته شوې چې دغه الوتکې د «ووډي» په نامه په دغه ټاپو کې ځای پر ځای شوي چې تایوان او ویتنام یې هم د ملکیت دعوا کوي. د چین حکومت دلته لا تیره اوونۍ دافع هوا سیستمونه نصب کړي ول.
«په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی»
د بخښنې د نړیوال سازمان«ایمنستي انټرنیشنل» په حواله په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د ایمنسټي د آلمان د برخې مشرې په برلین کې د نوموړي سازمان د بشري حقونو د کلني رپوټ د معرفي کولو پر وخت وویل چې د ۱۶۰ پلټل شویو هیوادونو څخه په ۱۲۲ کې انسانان ربړول کیږي او یا هم په یوه ډول زورول کیږي. دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې په گډه د نړیوالو شخړو په حلولو کې پاتې راغلي ده.
ترمپ په نیوادا کې د جمهوري غوښتونکو مقدماتي ټاکنې ګټلي دي
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید دونالد ترمپ د لومړیو شمیرو له مخې په نیوادا ایالت کې مقدماتي ټاکنې ګټلي دي. د «سي این این» د تلویزیوني شبکې په حواله نوموړي د خپلو اصلي مخالف کاندیدانو مارکو روبیو او تید کروز څخه زیاتې رای ترلاسه کړي دي. نیوادا به د هغو څلورو ایالتونو څخه چې تر اوسه پکښې ټاکنې ترسره شوي، دریم ایالت وي چې ترمپ پکښې بری ترلاسه کوي.
لیبیا: حکومتي څواکونو د اسلامپالو پر ضد د بري ادعا کړی
د لیبیا د په رسمیت پيژندل شوي حکومت عسکرو د دوی د خپلو معلوماتو لخ کحې د بن غازي ښار د دوو مهمو سیمو څخه تندلاري اسلامپالي جنګیالي شړلي دي. د ځانګړو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د ښار «لیتي» سیمه په بشپړه توګه آزاده کړی شوی ده. د بن غازي ښار دغه برخه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د جنګیالو او القاعدې شبکې ته نژدې ډلې «انصار الشریعه» په کنترول کې وه. د بواتي سیمه هم د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده
اتریش یو وار بیا د آلمان د مهاجرو پر سیاست نیوکې کړي
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زیبستیان کورڅ یو وار بیا د آلمان د مهاجرو پر سیاست نیوکې کړي. د «بېلډ» ورځپاڼې سره په مرکه کې د اتریش د محافظه پال ګوند دغه سیاستوال وویل چې باید په عمومي ډول د مهاجرو راتګ یو څه کم کړل شي. هغه ویلي چې حکومت یې غواړي چې له آلمان سره همکاري وکړي نو ځکه انتظار لري چې آلمان ورته ووايي چې آیا د مهاجرو قبلولو ته چمتو دی او څومره مهاجر به ومني.
ورځپاڼه: آلمان ته ډیر مهاجر پرته له قانوني اسنادو داخل شوي
آلمان ته د راغلو مهاجرو لوی شمیر یې د سفر قانوني اسناد نه درلودل. د «برلینر مورګن پوست» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله رپوټ ورکوي چې په جنوري میاشتې کې د آلمان د پولیسو له خوا د کنترول شویو مهاجرو څخه یې ۷۷ سلنه پاسپورټونه نه لرل. خو د بشري حقونو د «پرو ازیول» سازمان دې ته اشاره کړې چې په ډيرو هیوادونو کې د اپوزیسیون غړي د تعقیبدو له ویرې د اسنادو غوښتنه نه شي کولای.
د نیپال یوه مسافر وړونکې الوتکه رانسکوره شوې
په نیپال کې یوه کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکه چې ۲۳ کسان پکښې سپاره ول، رانسکوره شوې ده. د «کاتمندو نیوز» ورځپاڼې په حواله د پوکارا د سیاحتي سیمې څخه تر الوتنې لس دقیقې وروسته د کنترول له مرکز سره د الوتکې تماس پرې شو. ویل شوي دي چې الوتکه د خرابې هوا له کبله د نیپال په غرنۍ سیمه کې رانسکوره شوې ده. د پولیسو ویاند ویلي دي چې په الوتکه کې دوه ماشومان او دوه بهرنیان هم سپاره ول.
د ترکیې هوايي برید ۹ کردي جنګیالي وژلي
د ترکیې په سویل ختیځ کې د منع کړی شوي کردي کارګر ګوند «پي کې کې» د جنګیالو یوه ډله د ترکیې د هوايي ځواک د برید هدف ګرځیدلې ده. پوځي سرچینو ویلي دي چې په دغه برید کې ۹ وسله وال وژل شوي دي. زیاته شوې چې برید هغه مهال ترسره شوې چې د «پي کې کې» جنګیالي له دغې غرنۍ سیمې څخه د سوریې سرحد ته څيرمه د شرناق ایالت د ایدیل سیمې پر لور روان ول.