لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په غزني کې د موټر چاودنې دوه تنه وژلي
د افغان چارواکو په حواله په غزني کې د چهارشنبې په ورځ په يوه موټربم چاودنه کې دوه کسان وژلي شوي دي. د غزني د عمومي روغتون يوه ډاکتر د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د پېښې له ځای څخه ۱۵ ټپيان هم روغتون ته انتقال شوي دي. د غزني د ولايتي شورا غړي خالق داد اکبري وويل چې موټر بم چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونو يوې پوستې ته څېرمه يو غلا شوی موټر پيژندلی وو او د دريدو امر یې ورته کړې وو.
فغانستان ته په اخراج شويو کې يو په جزا محکوم پناه غوښتونکی هم شامل دی
د آلمان د بايرن ايالت د امبيرگ څخه يو ۱۸ کلن افغان پناه غوښتونکی چې د لارويانو د وهلو ټکولو له وجې په جزا محکوم شوی وو، هم د هغو ۲۳ افغانانو په ډله کې شامل دی چې د چهار شنبې په سهار کابل ته رسيدلي دي. دا ۲۴ ځل دی چې افغانستان ته له آلمان څخه رد شوي افغانان په ډله ايزه توگه اخرجيږي. تر اوسه په ټولیزه توگه له آلمان څخه په ۲۳ پروازونو کې ۵۶۵ نارينه پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته استول شوي دي.
امريکا وايي په سوريه کې د کلور گازو د کارولو په اړه معلومات لرو
د امريکا متحده ایالاتو د معلوماتو له مخي دوی د بشارالاسد د ځواکونو له خوا د يوه احتمالي کيمياوي بريد په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د «مي پر ۱۹ نيټه سهار وختي د سوریې په شمال لويديځ کې د کلور گاز د احتمالي بريد» څخه خبره شوې ده. زياته شوې چې ښايي دغه مواد د جهادستانو تر کنترول لاندې ادليب سيمه کې د حکومتي ځواکونو د عمليات پر مهال کارول شوي وي. د
آلمان: د یوه عراقي بانډ پر وړاندې عمليات ترسره شوي
د آلمان په نورد راين ويستفالن ايالت کې پولیسو د «السلام - 313» نومي يوه عراقي بانډ پر ضد عمليات ترسره کړل. په ايسن کې د پوليسو او څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې څو سوه پوليسو په ايسن او د روهر سيمې او کولن ښار د ساحې په لسو نورو ښارونو کې کورونه تلاښي کړل. پر دغي ډلې د وسلو او مخدره موادو پر خرڅلاو سربيره د جعلي پاسپورپونو او همدا راز په انساني قاچاق کې د لاس درلودو تورونه لگول شوي دي.
اندونيزيا: تر مظاهرو وروسته انترنت ته لاس رسی محدود کړل شوی
د اندونيزيا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر جوکو ويديدو تر بريا وروسته په خونړيو مظاهرو کې د ۶ کسانو تر وژل کيدو وروسته حکومت ټولنیزو شبکو ته لاس رسی محدود کړی دی. د امنيت وزير وويل چې حکومت نه غواړي چې ناسم خبرونه خپاره شي. هغه په عين وخت کې پر ناکام شوي کانديد سوبيانتو د گډوډۍ رامنځته کولو او د حکومت پر ضد کرکې د خپرولو تور پورې کړ.. براوو پر جوکو د اپريل مياشتې په ټاکنو کې د درغلۍ تور لگوي.
اتريش: څلور کارپوهان به د وزارتونو چارې پر غاړه واخلي
په اتريش کې د ښی اړخه محافظه پال حکومت تر ماتېدو وروسته څلور کارپوهان د وزيرانو په توگه په حکومت کې ځای پر ځای کيږي. په دې ترتيب به په راتلونکي کې څلور لوړ پوړي چارواکي د کورنيو، دفاع او ټولنیزو چارو او همدا راز د ترافيکو وزارت چارې پر مخ وړي. د په اصطلاح «ايبڅا ويديو» تر خپريدو وروسته حکومت له يوه سخت بحران سره مخامخ شوی وو.