1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

له آلمان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو الوتکه د کابل هوايي ډګر ته رسیدلې ده. د کابل هوایي ډګر د چارواکو په وینا په دغه الوتکه کې چې د سه شنبې په سهار په هوايي ډکر کې کښته شوې ده، ۳۸ رد شوي افغانان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3DcrP
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
آرشیف انځورانځور: Sirat

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې افغانستان ته په ډله ایزه توګه د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج له پیلیدو راهیسې دا ۲۱ پرواز وو. د دوشنبې په ورځ د آلمان د فرانکفورت په هوايي ډگر کې د دغه او په مجموع کې د افغانانو د اخراج په اړه د مهاجرو پلوي سازمانونو خلک اعتراض ته رابللي ول.

تر دې دمخه له آلمان څخه په ۲۰ پروازونو کې ۴۷۴ نارینه افغانستان ته استول شوي ول. د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې تر یوه ډله ایز اخراج وروسته د ۶۹ کسانو له ډلې څخه یوه تن يې په کابل کې ځان وواژه.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان ته د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه چې په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی.

رپوټ زیاتوي چې د طالبانو او داعش پر ضد جګړې زور اخیستی او هره ورځ ملکیان قرباني کيږي. پر دې سربیره طالبان پر امنیتي پوستو او یا د حکومتي ځواکونو پر اډو باندې بریدونه کوي. په ۲۰۱۸م کال کې په کابل کې ۲۲ بریدونه شوي دي چې تر۵۵۰ زیاتو کسانو ژوند یي اخیستی دی.

دا رپوټونه هم د ناکرارۍ سبب ګرځیدلي دي چې ښایي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ به په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو یوه برخه له دغه هیواده وباسي.

خو په عین وخت کې داسې هڅې هم رواني دي چې دغې شخړې ته سیاسي حل لاره وموندل شي. له څه مودې راهيسي د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ څو غونډې شوي دي. دغه ناستې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته لاره هواره کړي. د امریکایي او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو بل پړاو د فيبرورۍ میاشتې پر ۲۵مه نیټه په قطر کې پلان شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: