1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د افغان مهاجرو پر پلان شوي اخراج نیوکي

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» له آلمان څخه کابل ته د افغان مهاجرو پر پلان شوي اخراج نیوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/39P2w
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: Imago/J. Heinrich

په آلمان کې د کډوالو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» مشر ګونتر بورخارد، د فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «دا بی مسئولیتي ده چې پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته اخراج شي، داسې یو هیواد ته چې په مخ پر ډیریدونکي ډول له ویجاړیدو سره مخامخ دی».

د آلمان چارواکو پتېيلې ده چې نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د ډسمبر ۴مه) ډيوه ډله افغان مهاجر کابل ته اخراج کړي.

د آلماني چارواکو په حواله تر ټولو لومړی هغه پناه غوښتونکي به په الوتکه کې افغانستان ته اخراج شي چې جرم یې کړی وي. خو بورخارد، انتقاد کوي چې «په دې برخه کې حتی دا هم واضحه شوې نه ده چې اصلاً څوک مجرم دی».

د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په کنفرانس وزیران ونه توانیدل چې حتی په ګډو معیارونو سره موافقې ته ورسیږي. په دې توګه نو دا هم روښانه نه ده چې ډیر هغه مهاجر چې کوچني جرمونه يې کړي وي، اخراجیدو ته تیار وي.

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان مشر د هیسن د راتلونکي ایالتي حکومت او په ځانګړي توګه له زرغون ګوند څخه په دې برخه کې د واضح مقرراتو غوښتنه وکړه: ښاغلي بورخارد وویل: «حکومت باید واضح کړي چې هغو سیمو ته چې جګړه پکې روانه ده اخراج وشي».