1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان يوه بله ډله رد شوي افغانان اخراجوي

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

په نزدې راتلونکي کې له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو افغانانو یوه بله ډله اخراجیږي. د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کې له آلمان څخه د رد شوو افغانانو د اخراج لړۍ پېل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3W66L
Leipzig Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د رد شوو افغانانو دغه ډله به د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیږي.

د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشتې کې له آلمان څخه د افغانانو د اخراج د لړۍ له پیلیدو راهیسې تر اوسه په ۳۰ پروازونو کې په ټوله کې ۸۰۰ رد شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته اخراج شوي دي. د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانانو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې د طالبانو او داعش پر ضد لا هم جګړه ادامه لري.

په وروستیو کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شوو او ټپیانو شمیر یوې لوړې کچې ته رسیدلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د تیر میلادي کال د جولای او سپتمبر میاشتو په منځنۍ موده کې کابو د ۱۲۰۰ کسانو وژل کیدل او تر ۳۱۰۰ زیاتو کسانو ټپي کیدل ثبت کړي وو. له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا په سیستماتیک ډول د تلفاتو د شمیر د ثبتیدو راهیسې دا په یوه ربع کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه وه.

د دسمبر میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر تدامیچي یاماموتو وویل چې په تیرو لسو کلونو کې په ټوله کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تر ۱۰۰ زرو کسانو زیاته وه.

زموږ له آرشيف څخه: