1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه په وتلو مکلف افغان مهاجرو شمېر زيات شوی

۱۳۹۶ اسفند ۱۴, دوشنبه

د یوه رپوټ له مخې په آلمان کې د هغو پناه غوښتونکو شمیر مخ پر لوړیدو دی چې له دې هیواد څخه پر وتلو باندې مکلف دي. د جنورۍ میاشتې په پای کې د دغو کسانو شمیر تر څوارلس نیمو زرو تنو زیات وو.

https://p.dw.com/p/2thH8
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

«نویې اوسنا بروکر څایتونګ» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلې دي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت، د دغه هيواد په پارلمان کي د کیڼ اړخو د یوې شفاهي پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې د جنورۍ میاشتې تر پايه پورې د هغو افغان پناه غوښتونکو شمیر چې باید له آلمان څخه ووځي ۱۴۶۰۰ تنه وو. دغه شمیر کابو د یوه کال مخکې مودې په پرتله ۱۷۷۰ تنه زیات دی. هغه کسان چې له آلمان څخه په وتلو مکلف دي ۷۱ سلنه یې د دولدونګ سند لري یا په اصطلاح باید وزغمل شي.

دولدونګ هغو رد شوو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې د وتلو پر مکلفیت سربیره په نزدې راتلونکي وخت کې د دغه کس وتل ممکن نه وي. دغه څه کیدای شي د ناڅرګند هویت، ناروغۍ او یا هم د کورنۍ د دلایلو له کبله وي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو کسانو زیاتره یې چې شا او خوا ۲۵۰۰ کسان کیږي په نورد راین ویستفالن ایالت کې اوسیږي. ۲۴۶۰ تنه په بایرن او شا او خوا ۱۶۰۰ تنه په بادن ورتمبېرګ ایالتونو کې اوسیږي.

په پارلمان کې د آلمان د کیڼ اړخي ګوند استازي اولا یلپکه، په انتقادي شکل ویلي دي چې له آلمان څخه پر وتلو مکلف ډیر کم کسان واقعا لیږل کیدای شي، نو باید هغوی ته دولدونګ ورکړل شي. پر دې سربیره یلپکه پر حکومت تور پورې کړی چې افغانانو ته د ادغام له کورسونو ورکولو ډډه کوي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره آلماني چارواکي د افغان پناه غوښتونکو او مهاجرو د پناه غوښتنه کابو نیمایي غوښتنلیکونه ردوي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا په ۲۰۱۴م کال کې د افغان پناه غوښتونکو د قبلیدو سلنه ۴۴ وه. خو یوازې ډیر کم شمیر رد شوي پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته استول شوی دي.

اوسمهال د آلمان حکومت هغه افغانان خپل هیواد ته استوي چې مجرمین وي، خطر پيښونکي وي او یا هم د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: