1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه ۱۲۵ تنه مهاجر افغانستان ته واستول شول

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

جرمني د مهاجرو په کړکیچ کې د یوه سگنال په توگه ۱۲۵ تنه هغه افغان مهاجر چې په دغه هیواد کي یې د پاتېدو چانس نه لاره، د یوه ځانگړي پرواز په ترڅ خپل هیواد ته واستول.

https://p.dw.com/p/1I11n
انځور: DW/Samih Amri

د جرمني د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې دغه مهاجر پخپله خوښه خپل هيواد ته ستنېدو ته حاضر شوي ول. د جرمني د کورنیو چارو زویر توماس دیمیزیر وویل چې د دغو مهاجرو ستنیدل د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې مهم رول لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله، دیمیزیر ویلي دي چې هيواد به يې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړې ده چې د مهاجرت له عواملو سره اغیزمنه مبارزه اساسي نقش لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر مخکې تر دې اعلان کړی وو چې د فيبروي میاشتې تر وروستیو پوري به لږ تر لږه يوه الوتکه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه کړي. د جرمني حکومت غواړي چې له افغانستان څخه د راتلونکو مهاجرو شمیر کم کړي.

د تیر میلادي کال په جریان کې شاوخوا ۱۵۰ زره افغان مهاجر په جرمني کې ثبت او راجستر شوي ول چې تر سوریې وروسته یې د شمېر له مخي دویم ځای لاره. د یادونې وړ ده چې تیر کال ۴۲۸ زره سوریایان آلمان ته رامهاجر شوي ول.

څه موده مخکې د آلمان د کورنیو چارو وزیر افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان کړی وو چې له هغو کډوالو سره به مالي مرسته وکړي چې پخپله خوښه غواړي خپل هیواد ته ستانه شي. خو د دغو مالي مرستو څرنگوالی تر اوسه پوري نه دی مشخص شوی.