1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراج شوي افغانان کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

هغه الوتکه چې له آلمان څخه پکښې رد شوي افغان مهاجر سپاره ول د چهارشنبې په سهار د کابل هوایي ډګر ته رسیدلې ده. تر دې دمخه مرستندویه سازمانو افغانستان ته د اخرا ج د لړۍ د درولو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/34iRE
Dritte bundesweite Sammelabschiebung
انځور: Imago/epd

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل په هوایي ډګر کې چارواکو دا رپوټ تائید کړی دی چې د آلمان له مونشن ښار څخه الوتې الوتکه د چهارشنبې په سهار (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۱۲مه) د سیمې په وخت اووه نیمې بجې کابل ته رسیدلې ده. د چارواکو په وینا په الوتکه کې شا او خوا ۲۰ کسان سپاره ول.

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې دا ۱۶ وار دی چې رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه په ډله ایزه توګه په دغه ډول پروازونو کې خپل هیواد ته استول کیږي. په لومړیو ۱۵ پروازونو کې ۳۴۹ نارینه استول شوي دي.

د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د یوه ډله ایز اخراج په ترڅ کې ۶۹ تنه واستول شول، چې له دغې ډلې یوه تن یې په کابل کې ځان وواژه. دغه کس په آلمان کې شا او خوا اته کاله ژوند کړی وو.

افغانستان ته اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې په افغانستان کې د تندلارو طالبانو او ترهګرې ډلې داعش پر ضد جګړه لا پسې توده شوې ده. د اخراج مخالفین وایي چې افغانستان لا هم ډیر خطرناک دی.

همدا په تیرو دوو ورځو کې د رپوټونو له مخې د افغانستان په شمال کې په څلورو ولایتونو کې د نښتو په ترڅ کې کابو ۶۰ امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په ډکې سیمه کې پر مظاهره کوونکو باندې د برید په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر آن ۶۸ تنو ته لوړ شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: