1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د پخپله خوښه وتونکو پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

د هغو رد شوو پناه غوښتونکو شمیر چي پخپله خوښه له آلمان څخه وتلي تر هغه لوړ دی چي تر اوسه یې فکر کیده. یوازي د ۲۰۱۷ کال په لومړیو نهو میاشتو کي څه ناڅه ۳۵۰۰۰ کسان له آلمان څخه خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2mnwa
Deutschland Syrische Flüchtlinge aus der Türkei kommen in Hannover an
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

دغه معلومات د آلمان د کورنیو چارو وزارت په پارلمان کي د کیڼ اړخه فراکسیون د استازي اولا یلپکه، د یوې پوښتني په ځواب کي ورکړی دی.

وزارت ویلي چی له دې ډلې څخه ۲۴۵۶۹ کسانو له دولت څخه مالي مرستې ترلاسه کړي، راجستر شوي او په منظم ډول یې په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شوي دي.

لږ تر لږه ۱۰ زره نور کسان بیا هغه رد شوي پناه غوښتونکي دي چي  بې له مالي مرستو پخپله خوښه تللي او په منظم ډول سره راجستر شوي هم نه دي. خو ټولو هغو کسانو ته چي پخپله خوښه وتلي دي له سرحدنو څخه د تیریدو اسناد ورکړل شوي دي.

د آلمان سرحدي چارواکو ویلي دي چي هغوی د کال په لومړیو درو ربعو کي له سرحدونو څخه د تیریدو ۳۴۴۴۰ دغه ډول سندونه تر لاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې له آلمان څخه د وتلو مهاجر شمیر ښايي تر دې هم ځکه لوړ وي چې یو شمیر یې آن له سرحد څخه د تیریدو اسناد هم نه دي ترلاسه کړي.

له بلې خوا بیا د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کي ۱۸۱۵۳ رد شوي پناه غوښتونکي په زور سره له آلمان څخه اخراج شوي دي. له هغې ډلې څخه یې تقریبأ ۵۰۰۰ کسان د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته سپارل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د کیڼ اړخه فراکسیون استازې اولا یلپکه، د آلمان پر دولت باندي تور لگولی دی چی نه غواړي په خپله خوښه له آلمان څخه د وتلونکو پناه غوښتونکو په اړه شمیر خپرې کړي.

زموږ له ارشیف څخه: