1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له آلمان څخه سوریې او عراق ته د جهادیانو تگ»

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې له آلمان څخه منځني ختیځ ته ۹۰۰ افراطیانو سفر کړی دی. دا موضوع په داسې حال کې خپریږي چې چارواکي په آلمان کې د کورنۍ ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري.

https://p.dw.com/p/2Ygom
Syrien Symbolbild Konflikt
انځور: Getty Images/AFP/A. Almohibany

آلمانۍ مجلې «دیر شپیګل» په خپله وروستۍ گڼه کې لیکلي دي چې په آلمان کې د جهاديانو شمیر زيات شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د آلمان کورني استخباراتي سازمان ګواښ کړی وو چې په دې هیواد کې اسلامي افراطیت مخ پر پراخیدو دی.

دیر شپیګل ویلي دي چې د آلمان د اساسي قانون د ساتني فدرالې ادارې ویلي دي چې ۹۱۰ شکمن جهادیان له آلمان څخه عراق او سوریې ته تللي دي. تیر کال دغه شمیر ۸۰۰ تنه ښول شوی وو.

له آلمان څخه سوریې او عراق ته د تللو کسانو له ډلې څخه نیمایي یې آلماني تابیعت لري او یو پر پنځمه برخه يې ښځي وې. د «دیر شپیګل» په خبره، ویل کیږي چې د دغو کسانو له ډلې څخه ۱۴۵ تنه یې لا وختي په جګړه کې وژل شوي دي.

د آلمان د حکومت په حواله د دغو کسانو له ډلې څخه یو پر دریمه برخه یې بیرته آلمان ته ستانه شوي دي، چې له دوی څخه ۷۰ تنو يې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

خو دیر شپیګل روښانه کړې ده چې په ټوله کې د تیرو کلونو په پرتله له آلمان څخه سوریې او عراق ته د تلونکو جهادیانو په شمیر کې کمښت راغلي دی. دا کیدای شي له دې کبله وي چې داعش اوس په سیمه کې تر یوه حده پوري خپل نفوس له لاسه ورکړی دی.

اسلامي افراطیت مخ پر زیاتیدو دی

د روان کال په فبروري میاشت کې د آلمان د اساسي قانون د ساتنې فدرالې ادارې وویل چې په آلمان کې د رادیکالو اسلامپالو شمیر ۱۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې ادارې په خبره دغه شمیر په ۲۰۱۳م کال کې یوازې ۱۰۰کسانو ته رسیدی.

دې ادارې ویلي دي چې هره ورځ ورته په آلمان کې د دوو او څلورو ترمنځ ترهګرو فعاليتونو په اړه «معتبري اطلاع وې» وررسیږي. د دې لامل کیدای شي دا وي چې د ترهګرو پلانونو په اړه ډیر بحث کیږي او دا چې افراطیان اوس انترنت ته لاس رسی لري.

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې مشر هنس جورج مسن، ویلي دي چې په آلمان کې د میشتو ۱۶۰۰ افراطیانو له ډلې څخه ۵۷۰ تنه یې «خطرناکه» دي. دا په دې معنی چې دغه کسان د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: