1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراجيږي

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

پتېيل سوې ده چي له آلمان څخه يوه بله ډله نه منل سوي افغان مهاجر هم د سه شنبې په ورځ کابل ته اخراج سي. د هغوی د شمېر په اړه تر اوسه پوري څه ويل سوي نه دي.

https://p.dw.com/p/3OTFJ
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه مامور د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس «ډي پي آې» ته ويلي دي چي په پلان کي ده د چهارشنبې په سهار له آلمان څخه د اخراج سوو افغان مهاجرو الوتکه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسيږي.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي په ۲۶ پروازونو کي افغانستان ته ۶۴۵ هغه افغان مهاجر اخراج سوي دي، چي په آلمان کي يې د پناه غوښتنه رد سوې ده.

له آلمان څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم له وسله والو طالبانو او داعش سره جگړه روانه ده او هره ورځ انسانان وژل کيږي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، يوازي د روان کال په جولای مياشت کي تر ۱۵۰۰ ډيرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو ستر تلفات دي.

(n.z/k.s(dpa