1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراجیږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

په پام کې ده چې د راتلونکي سه شنبې په ورځ یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه اخراج شي. له آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج لړۍ د پيلیدو راهیسې تر ۵۰۰ ډیر رد شوي پناه غوښتونکي کابل ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Ijr8
Deutschland Abschiebung nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو چارو ادارې یوه کار کونکي ویلي دي چې تمه کیږي د چهارشنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۲ نیټه) له آلمان څخه د رد شویو پناه غوښتونکو یوه بله ډله کابل ته ورسیږي.

د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر میاشت کې له آلمان څخه د رد شویو پناه غوښتونکو د ډله ایز اخراج لړۍ پیل شوه. تر اوسه د ۲۳ پروازونو په ترڅ کې په ټوله کې ۵۶۵ نارينه افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:

د یاد خبري آژانس په وینا افغانستان ته د اخراج موضوع شخړیزه ده. په دغه هیواد کې د طالبانو او داعش پر وړاندې جګړه ادامه لري چې په ترڅ کې یې  هره ورځ انسانان وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي.

پر دې سربیره د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د خپلو معلوماتو له مخې د اپریل میاشتې په پای کې يې له اروپایي هیوادونو څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو سره د موقتي سرپناه تر عنوان لاندې خپلې مالي مرستې بندې کړې دي.

د دې پر ځای اوس د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا له دغو کسانو سره هلته تر رسیدو وروسته د ۱۶۷ امریکایي ډالرو مرسته کیږي او دوی ته ځینې معلومات ورکول کیږي، لکه د هوټلونو ادرسونه.

آژانسونه/ ش. ن/ س. ر