1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه په ۲۰۱۸ کې ۲۸۴ رد شوي افغان مهاجر اخراج شوي

۱۳۹۸ فروردین ۲۰, سه‌شنبه

له آلمان څخه په ۲۰۱۸ م کال کې د یو کال مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډیر افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شوي دي. له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو افغانانو ډله ایز اخراج د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې پېل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3GUTa
Abschiebung nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په ۲۰۱۸ م کال کې په ټوله کې له آلمان څخه د افغان پناه غوښتونکو د ډله ایز اخراج په لړ کې ۲۸۴ افغانان بیرته افغانستان ته استول شوي دي. دا خبره د آلمان حکومت د کيڼ اړخي فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده، چې د(epd) یا د کاتولیک رسنیزو خدماتو آژانس له خوا خپره شوې ده. د آلمان حکومت د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷ م کال کې مجموعا ۱۲۱ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شوي وو.

آلمان د ۲۰۱۶م کال له پای څخه رد شوي افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته استوي. د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د آلمان پر سفارت تر برید وروسته، د ۲۰۱۷ م کال په دوبي کې دا اخراج یوازې د خطر پيښونکو، مجرم او هغو پناه غوښتونکو پورې محدود کړل شول چې د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.

د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې د آلمان د مرکزي دولت کابينې د افغانستان د وضعیت په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د وضعیت ارزونې د یوه نوي رپوټ په هکله سلا مشورې وکړې. په دې رپوټ کې د افغانستان امنیتي وضعیت لکه د پخوا په څیر«بی ثباته» انځور شوی وو. سره له دې هم د آلمان حکومت د اخراج په برخه کې محدویتونه لیري کړل. خو یوازې د بایرن ایالت اوس هم بی له محدودیته رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراجوي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۲۰۱۸ م کال کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه هغه افغانان اخراج شوي دي چې په آلمان کې یي جرمي عمل ترسره کړی وو. لږ تر لږه ۵ تنه یې خطر پيښونکي بلل شوي ول او پاتې ۳۳ یې هغه کسان وو، چې د خپل هویت د ثابتولو په برخه کې پاتې راغلي ول.

کیدای شي اصلي شمیرې تر دې لوړ وي: له هغه وخته چې افغانستان ته د اخراج په برخه کې محدودیت لغوه شوې دی، د آلمان ایالتونه نور مکلفیت نه دي چې دغه کسان لکه د مخکې په شان په دې ګټه ګورۍ کې تنظيم او طبقه بندي کړي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي فرکسیون د داخلي سیاست ویاندې اولا یلپکه، افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو پر اخراج نیوکه کړې او دا یې غیر انساني عمل بللې. هغې ویلي دي چې په افغانستان کې په پرله پسې ډول امنیتي وضعیت خرابیږي.

EPD /ش. ن