«له آلمان څخه یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر اخراجیږي»
۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله ليکلي دي چي د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به يوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر کابل ته اخراج سي.
دغه چارواکي چي د پنجشنبې په ورځ یې ياد خبري آژانس ته دغه معلومات ورکړي دي، نه دي ويلي چي څومره کسان به په دې پرواز کې افغانستان ته اخراج سي.
د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتې راهيسې په ۲۵ پروازونو کې ۶۰۰ نارينه افغان مهاجر له آلمان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي.
خو له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. د آلمان د ځينو ايالتونو چارواکي د رد سوو افغان مهاجرو پر اخراج باندې ټينگار کوي، خو ځينې سياستوال بيا وايي چې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره بايد مهاجر دغه هيواد ته اخراج نسي.
N.Z/K.H(dpa)