1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپا څخه په روان کال کې له ۷۵۰ ډیر مهاجرین اخراج شوي

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

په افغانستان کې د مهاجرت نړیواله ورځ په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې له پنځو میلیونو څخه ډیر افغانان د مهاجرت ژوند لري.

https://p.dw.com/p/2paUO
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت له لوري نن د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه د مهاجرینو نړیواله ورځ لمانځل کیدله، ځینې حکومتي چارواکو وویل چې له مهاجرینو ملاتړ د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري. د دوی په وینا هڅه به وشي په ګاونډیو او همدا راز نورو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو ستونزې حل شي.

د مهاجرت نړیواله ورځ په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې اوسمهال د نړۍ د مهاجرت په کړکیچ د افغان مهاجرینو شمیر هم خورا ډیر دی. په ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرینو وضعیت ښه نه دی او په ځینو مواردو کې دوی له اجباري اخراج سره هم مخ شوي دي. اوسمهال نږدې ۵ میلیونه افغانان په ګاونډیو او ګڼ شمیر نورو هیوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې سبا کوي.

په دې مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوي وو، د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د مهاجرت موضوع د یوې سترې او مهمې موضوع په توګه یاده کړه او د غونډې ګډونوالو ته یې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دې ستونزې د حل له پاره هڅې روانې دي: «دا [مهاجرت] یوه ستره ننګونه ده او یوې اوږدمهالې توجه ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې په نړیواله کچه ګڼ شمیر نورې ننګونې شتون لري او مرستندویه هیوادونو خپل پام بیا هم افغانستان ته ساتلی دی.»

Deutschland Demonstrationen gegen Abschiebungen am Flughafen in München
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/S. Babbar

له اروپايي هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو اخراج یوه بله ستره ننګونه ده چې افغان حکومت ورسره لاس او ګریوان دی. د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې ۸۵۰ تنه افغان مهاجرین او په ۲۰۱۷م کال کې بیا ۷۵۴ تنه افغان مهاجرین له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې مراسمو کې له هغو اروپايي هیوادونو مننه وکړه چې د مهاجرت په برخه کې مرستې کوي: «له اروپايي ټولنې مننه کوم چې په ۲۰۱۶م کال کې یې ۸۰ میلیونه یورو او په ۲۰۱۷م کال کې یې د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو له پاره ۱۲۵ میلیونه یورو په نظر کې نیولي دي.»

Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

بلخي همدا راز وویل چې اوسمهال د افغانستان حکومت او اروپايي ټولنه د مهاجرینو په برخه کې په ګډه کار کوي. نوموړي وویل: «موږ هم وتوانیدو چې اروپا ته د مهاجرینو تګ کم کړو او موږ هم په دې وتوانیدو چې د دیپورت یا اخراج شوو کسانو مدیریت هم په خپل لاس کې واخلو. اوسمهال موږ په ګډه کار کوو.»

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته را ستنیدونکو وزارت د شمیرو له مخې په دریو وروستیو کلونو کې له ۲ میلیونو څخه ډیر افغان مهاجرینو له ګاونډیو هیوادونو بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۷۰ سلنه مهاجرین داسې کسان دي چې اسناد یې نه درلودل او پاتې ۳۰ سلنه یې بیا د مهاجرت اسناد یا کارتونه په لاس لرل. سربیره پر دې، د روان کال په ترڅ کې له نورو هیوادونو هم شاوخوا ۵۰۰ زره افغان مهاجرین بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو وزارت وزیر په دې هکله وویل چې په دریو وروستیو کلونو کې په افغانستان کې له ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډیرې پیسې د مهاجرینو د ملاتړ او مرستې او داخلي بې ځایه شویو کسانو له پاره مصرف شوي دي. د نوموړي په وینا دغه پیسې د نړیوالو خیریه سازمانونو له لوري په مصرف رسیدلې دي.

Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

د افغان مهاجرینو ډیری برخه په پنځو حوزو کې میشت شوي دي. د شمیرو له مخې کابو ۲ میلیونه په ایران، نږدې ۲ میلیونه په پاکستان او له یو میلیون څخه ډیر په اروپا، امریکا او آسترالیا کې میشت دي. د مهاجرینو د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په آسترالیا او امریکا کې د افغان مهاجرینو پر وړاندې کومې جدې ننګونې او ستونزې وجود نه لري.