1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له استراليا څخه امريکا ته د مهاجرو انتقال پيل شو

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

په آرام سمندر کې په استراليا پورې اړوند د پاپيونيوګېنې د مانوس له کمپ څخه امريکا ته د مهاجرو د ليږد بهير پيل شو. استراليا د دغو مهاجرو د ليږد پر سر د پخواني ولسمشر باراک اوباما سره هوکړې ته رسيدلي ول.

https://p.dw.com/p/2kiKB
Australien Flüchtlinge Insel Nauru 2001
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Rycroft

د پاپوآ ګينه په پلازمينه پورت مورسبي کې د امريکا سفارت د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چې د مانوس له ټاپو څخه ۲۴ تنه مهاجر د دوشنبې په ورځ په يوې طياره کې امريکا متحدو ايالتونو ته وليږدول شول. د رپوټونو پر اساس دغه افراد د امريکا يوې نامعلومې سيمې ته ليږدول شوي دي.

د سفارت د عامه چارو مسئولې بيورلي ټهيکر وويل: « دا د مهاجرو لومړۍ تصديق شوې ډله ده، د دوې اړوند ټولې چارې په ډيره دقيقه توګه څيړل شوي او د ځاي پرځاي کيدو له پاره يې ټولې اړتياوي برابرې کړل شوي دي».

هغې دغه راز زياته کړه: « په راتلونکو ورځو کې به۳۰ تنه نور مهاجر د آرام سمندر له ناورو ټاپو څخه هم امريکا متحد و ايالتونو ته واستول شي».

خو رويټرز خبري آژانس په يو تازه رپوټ کې د چارواکو په حواله ويلي دي چې، دغه ديرش تنه به د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۶مه ۲۰۱۷) په يوه پرواز کې امريکا ته واستول شي.

په دغه رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې په لومړي پرواز کې ۲۲ تنه ليږدول شوي افراد چې ټول يې نارينه دي، د بنګله ديش، سوډان او ميانمار روهنګيا مسلمانان دي.

کنبيري د (استراليا پلازمينه) مهاجر نه مني، دغه هيواد هغه پناه غوښتونکي چې هڅه کوي د سمندري لارو په کښتيو کې ځانونه استراليا ته ورسوي، د استراليا له خوا تر نيول کيدو وروسته د آرام سمندر په ليرو پرتو ټاپوګانو مانوس او ناورو کمپونو ته استول کيږي. د بشر حقونو ډلو او روغتيايي چارواکو په وار وار په دغو کمپونو کې د موجوده نهايي بد وضعيت په اړه نيوکې کړي دي.

ميرمن تهيکر د استول شويو مهاجرو د هويت په اړه معلومات ور نه کړل او وې نه ويل چې دوي د کومو هيوادونو اتباع ول، دا هم لار روښانه نه ده چې په ټوله کې به څه شمير نور مهاجر په امريکا متحدو ايالتو کې ځای پرځای کيږي.

هغې په دې اړه وويل: «موږ تمه لرو چې نور مهاجر به په راتلونکې مياشت کې وليږدول شي. دا د چارو په چټکيا پوري هم تړلې ده چې په څومره وخت کې به ترسره کيږي. دغه کارونه په مختلفو وختونو کي په يوه چوکاټ کې ترسره کيږي».

د استراليا د مهاجرت ادارې له خوا د جولاي مياشت د ۳۱ نيټې د خپرو شويو ارقامو له مخې، نژدې ۸۰۰ نارينه په مانوس ټاپو کې او د ښځو، ماشومانو او نارينه و په ګډون ۳۷۱ تنه مهاجر په ناورو ټاپو کې ساتل کيږي.

د استراليا صدراعظم ماکولم ترنبل د امريکا متحدو ايالتونو له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د دغو مهاجر پر سر يوې هوکړې ته ورسيد چې له مخې يې امريکا دې ته حاضره شوه چې د دغو مهاجرو يو نامعلوم شمير يې امريکا ته وغواړي. خو نوي ولسمشر دونالد ترمپ پر دغې هوکړې خپله ناخوښي ښکاره کړې او هغه يې يو «ګونګ تړون» ګڼلې ده.

زموږ له ارشيف څخه: