1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اسرائیلو سره د بحرین او اماراتو د توافق د لاسلیک مراسم

۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبه

له اماراتو او بحرین سره د اسرائیل «تاریخي توافق» رسمي شو. په سپينه ماڼۍ کې د موافقتنامې د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا ولسمشر، د اسرائیلو لومړي وزیر او د اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې په اړتیا ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/3iX6l
USA Washington Weißes Haus | Abkommen Naher Osten
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۵ نیټه) له اسرائیل سره د بحرین او اماراتو د موافقتنامې د لاسلیک په مراسمو کې د مختلفو هیوادونو شاوخوا ۷۰۰ میلمنو ګډون کړی وو.

لومړۍ وینا د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وکړه. نوموړي د دریو هیوادونو موافقه تاریخي وبلله. ترمپ زیاته کړه چې د منځني ختیځ خلک به نور اجازه ور نه کړي چې له اسرائیلو کرکه د تاوتریخوالي د رامنځته کیدو سبب شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په سعودي عربستان کې يي د عربي هیوادونو له مشرانو سره خبرې کړي دي او هغوې ویلي دي چې د تمدن د دښمنانو په مقابل کې متحد شئ؛ او دا توافق له هغوې سره د موافقې په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

ترمپ وویل چې د خوشحالۍ ځای دی چې عربي هیوادونو د خپل راتلونکي له پاره پخپله ښه تصمیم نیولی دی او دوستۍ ته یي په دښمنۍ ترجیح ورکړې ده.

د نتنياهو وینا

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپلې خبرې په خپل «نږدې ملګري» دونالد ترمپ ته د احترام په ادا کولو سره پیل کړې او وېې ویل، اسرائیلیانو د ډیرو کلونو راهیسې هڅه کړې، څو داسې یوه ورځ وويني.

نوموړي زیاته کړه چې د یهودانو ترمنځ د سولې هیله زرګونو کاله پخوانې ريښې لري او«په همدې دلیل د ولسمشر ترمپ درناوی کوو چې په پریکړنده ډول د اسرائیل ترڅنګ او د ایران د مستبد رژیم په مقابل کې دریدلی دی.»

نتنیاهو د خپلو خبرو په دوام کې وویل «زه د بحران د پادشاه قدرداني هم کوم چې د حضرت ابراهیم ع د ټولو زامنو یو بل سره د یوځای کیدو اقدام ېې کړی دی.»

هغه د «سلام علیکم» او «شالوم» په کلیمو سره د ټولو له پاره د سولې هیله وکړه.

د بحرین او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید النهیان، په خپله وینا کې وویل چې په نړۍ کې اساسي بدلونونه رامنځته شوي دي چې د هغه په باور، د ترمپ او د هغه د ټیم له کوښښونو پرته ممکن نه وو.

نوموړي د دې ترڅنګ چې له سولې پرته بل انتخاب نه لرو، ټینګار وکړ چې دې موافقتنامې په منځني ختیځ کې د تحول یوه نوې پاڼه اړولې ده.

عبدالله بن زید النهیان زیاته کړه: «دا توافق به مونږ ته دا توانایي راکړي چې د فلسطين د خلکو ترڅنګ ودریږو، او هغوې ته د یوه مستقل هیواد په رامنځته کولو سره د پایداره سولې له پاره کوښښ وکړو.»

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف بن راشد الزیاني، پر دې خبرې د ټینګار ترڅنګ چې نن د منځني ختیځ له پاره یوه تاریخي ورځ ده، په ځانګړي توګه د دې سیمې ځوانانو ته وویل: «دا موافقه د دې سیمې د ځوان نسل په میلیونونو تنو له پاره حقیقي او پایدارې سولې او امنیت ته د رسیدو په لاره کې یو لوی تاریخي ګام دی، بی له دوی د دین او ملیت په پام کې نیولو سره.»

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړ: «دښمنۍ زمونږ قوت ضایع کوي» خو نن د بحرین حکومت وښودله چې له ټولو سره د ګډ سوله ایز ژوند غوښتونکی دی او اراده لري چې د ځوان نسل له پاره یو روښانه راتلونکی رامنځته کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص