1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه ستانه شوي سرتیري په کاناډا کې خپله کورنۍ وژلې

۱۳۹۵ دی ۱۶, پنجشنبه

د کاناډا د نووا سکوتیا ښار په یوه کور کې د یوې نجلۍ، د هغې د مور او پلار او نیا مړي موندل شوي. د دغې کورنۍ یوې غړي ادعا کړې ده چې د نجلۍ پلار ښايي لومړی خپله کورنۍ او بیا ځان وژلی وې.

https://p.dw.com/p/2VJT2
Symbolbild Angst Depression
انځور: Fotolia/lassedesignen

د کاناډا چارواکو ویلي دي چې دغه پېښه چي د سه شنبې په ورځ شوې، احتمالي وژونکی يې په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سرتیری او په «رواني» ناروغۍ اخته وو. د پولیسو په خبره داسې ښکاري چې هغه دې د خپلې کورنۍ د نورو غړو تر وژلو وروسته، ځان ویشتلی وي.

د دې کورنۍ یوې غړې کاترین هارتلینګ، د وژل شوې نجلې پلار د کاناډا د پوځ پخواني غړی ۳۳ کلن لیونل دیسموند، معرفي کړی دی. د هغې په خبره دا دیسموند وو چې لومړی یې خپله لور، میرمن او مور وژلي او بیا یې خپل ژوند اخیستی دی.

هارتینګ، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دیسموند په افغانستان کې تر ماموریت وروسته په ناروغۍ اخته شوی وو چې د دې ناروغۍ له پاره یې لازمي درملنې نه وې ترلاسه کړې.

د کاناد پولیسو هم د چهارشنبې په ورځ په بیانیه کې ویلي دي چې څلور واړه وژل شوي کسان په ډزو ویشتل شوي دي. په بیانیه کې نه ده روښانه شوې چې د کورنۍ مور، لور او نیا چا وژلي دي. د پولیسو په خبره د هغوی لومړۍ څېړنۍ ښيي چې کور ته له بهر څخه څوک نه دي ننوتي.

په وروستیو وختونو کې د کاناډا پر پوځ باندي له دې کبله چې له افغانستان څخه ستنو شویو سرتیرو ته یې د رواني ناروغیو د درملنې کافي امکانات نه دي برابر کړي نیوکي کيږي.