1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان سويس نه جوړيږي»

۱۳۸۹ مهر ۲۶, دوشنبه

د روم په کنفرانس کي د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير: « خو له افغانستان څخه په بيړه به هم ونه وځو، هغه به د منځني پيړي ډوله شرايطو کي ډوبيدو ته پري نه ږدو، څرنګه چي د طالبانو د واکمني په وخت کي حاکم ؤ.»

https://p.dw.com/p/Pglf
د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير Franco Frattini
د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير Franco Frattiniانځور: AP

نن په روم کي د يو شمير دولتونو لوړ پوړي استازي سره جرګه شوي ترڅو د افغانستان د راتلونکي په هکله سلا مشوره وکړي. ايران هم په دغه کنفرانس کي ګډون کوي. ټاکل شوي هدفونه د تيرانتظار پر خلاف ډير لوړ نه دي او زيات ارزښت هم نه دي ورته ورکړي شوي.

د ايتاليا په پلازمنيه روم کي د « افغانستان د ارتباط ډلي» په نامه نړيوال کنفرانس کي دري سترو پوښتنو د ځواب موندولو هڅه کيږي: د افغانستان د پارلماني ټاکنو نتايج، د هغو طالبانو چي له زور زياتيو څخه لاس اخلي د افغانستان په مدني ټولنه کي بيرته ادغام او هغوي سره روغه جوړه او تر ټولو مهمه پوښتنه د افغانستان امنيتی ځواکونو ته د امنيت د مسووليت سپارل.

دغي غوندي ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو او د آلمان د ځانګړو استازو سر بيره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د ايران د حکومت استازي هم ګډون لري. دغه راز د متحده ايالاتو د ناتو لوړ پوړي قوماندان، جنرال ديويد پيترايس هم په دي کنفرانس د افغانستان د روان امنيتي وضعيت په هکله خپل نظر څرګندوي. د اسلامي هيوادونو هم د روم کنفرانس ته خپل استازي استولي دي. د لومړي ځل لپاره د ايران استازي هم په داسي يو کنفرانس چي د افغانستان د راتلونکي په هکله خبري کوي ګډون لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانکړي استازي، Michael Steiner د آلمان غږ راډويو ته د دي کنفرانس په هکله وويل:

« له 5 وچو ، مختلفو اديانو او فکري مکتوبونو څخه د نړي 47 دولتونه ټول دلته يو هدف لري، هغه دا چي څرنګه کيداي شي په افغانستان کي امن ټينګ شي.»

د Steiner په وينا په عين وخت کي دغه غونډه د ناتو د لزبن د راتلونکي سرمشرايزي لپاره د تياري په توګه هم ګڼله کيږي. هغه وويل اوس د تيرو کلونو د هغه ستر ايديال څخه چي له افغانستان خخه به د هندوکش د غرو په لمنه کي دوهم«سويس» جوړ شي، لاس اخيستل شوي، اوس کوچني هدفونه ټاکل شوي، خو د واقعيت پر بنسټ ولاړ هدفونه چي څرنکه کيداي شي رواني لانجي ته د حل لاره پيدا کړاي شي. Steiner وويل چي نړيوالي ټولني اشتباه وکړه، د امريکايانو په شمول ټولو برخه والو: « زه فکر کوم چي مونږ په دغي موضوع کي ډير لوړ خيال او تصور په سر کي درلود. مونږ دا محاسبه په دقيقه توګه نه وه کړي چي له يو هيواد څخه چي هلته 30 کاله جګړه وه، هلته ډيري زياتي نوري ستونزي وي، نه يواځي هلته بلکه په خپله سيمه کي هم، نور فرهنګي تصورات ؤ، سمدلاسه هلته د خپلي خوښي یو کاپی دولت جوړ کړو.»

اوس په روم کي په دي هکله خبري کيږي چي څرنګه په افغانستان دوه مهمه هدفونه لاس ته راتلاي شي. په دي اړه د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي د خپلو خبرو په دوام کي يادونه وکړه: «هغه څه چي مونږ په افغانستان کي ورته سمدلاسه ضرورت لرو، هغه ثبات او اساسي بشري حقونو ته درناوي دي. دا ځکه چي مونږ نه شو کولي چي افغانستان څخه ووځو او هغه د منځني پيړي شرايطو ته ورته حالت کي پريږدو، څرنګه چي د طالبانو د واکمني په وخت کي ؤ. دا له واقعيت سره سم يو هدف دي. دي هدف ته سړي رسيداي شي، البته په دي شرط چي مونږ ټول سره اتفاق نظر پيدا کړو.»

هغه وويل چي دغه هدف سره اسلامي دولتونه هم موافق دي. خوافغان امينتي ځواکونو ته قدم په قدم د مسووليتونو سپارل

د روم د غونډي تر ټولو مهمه موضوع ټاکله شوي ده. دا چي دغه ليږدونه څه وخت پيل شي، پريکړه به د ناتو د لزبن په کنفرانس کي وشي چي د نومبر په پاي کي دايريږي. د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير، Franco Frattine چي د کنفرانس کوربه دي وويل: « له افغانستان څخه نه تښتو، هغه څه چي مونږ يي کولاي شو په پوره مسووليت سره افغانانو ته د امنيتي مسووليت سپارل دي. په دي هکله ناتو خپل تصميم نيسي او هيڅ غړي دولت به په يواځيتوب سره په عمل لاس پور ينه کړي.»

شتيفان تريوندله/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري