1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له افغانستان څخه دي ژر بهرني عسکر ووزي"

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي د افغانستان په اړه د اقتصادي همکاريو په سيمه ييز کنفرانس کي د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد وويل چي بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووزي چي دا هم د افغانانو او هم د نړۍ په گټه ده.

https://p.dw.com/p/14S5p
انځور: Reuters

کنفرانس ته د ايران د ولسمشر د وينا پر مهال د جنوبي او مرکزي اسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بليک په مشرۍ امريکايي پلاوی له سالون يا کنفرانس ځای څخه ووتل او د هغه د وينا تر پايه پوري د باندي ول.

احمدي نژاد د کنفرانس گډون والو ته پخپله وينا کي وويل، چي افغانان په خپلو کورونو کي تر يرغلونو لاندي راځي آيا ستونزه پخپله په افغانانو کي ده؟

«دغه ډول حالت په عراق، فلسطين، پاکستان او افغانستان په نورو گاونډيو هيوادونو کي روان دئ.»

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کي د افغانستان په اړه د سيمه ييزو همکاریو پنځم کنفرانس نن( د مارچ د مياشتي ۲۶) د دوو ورځو له پاره پيل سو.

د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد په افغانستان کي ټولي ستونزي د ناټو ځواکونو له ماموريت سره تړلي بولي:

«ټولي ستونزي په ناټو او د هغه د غړو هيوادونو په سیاست کي دي، چي د تروريزم سره د مبارزې په نوم افغانستان ته ور ننوتل او اوس غواړي چي په همدې خبره سره پر هند، روسيې او چين باندي را وڅرخي.»

احمدي نژاد زیاته کړه چي په نړۍ کي به دغه ډول وضعيت تر هغه وخته روان وي چي ناټو په خپل غلط سياست کي بدلون نه وي راوستی.

«ناټو او امريکا بايد په خپل سياست کي بدلون راولي، اوس هغه وخت تير دئ چي د دوی هرڅه شرايط به منل کيږي.»

هغه زیاته کړه چي تاريخ هر وخت دا ښوولې ده چي دغه ډول سياست يوازي او يوازي د هغه چا په تاوان دئ چي پر «نورو ئې تپي».

احمدي نژاد له ناټو ځواکونو څخه وغوښتل چي له افغانستان څخه ووزي:«افغانان ددې توان لري چي خپل هيواد پخپله وساتي. ناټو بايد په لنډ وخت کي له افغانستان څخه ووزي.»

په دې کنفرانس کي چي ويل کيږي یوه برخه ئې د شکاگو کنفرانس ته د تياری په خاطر ده د څلويښتو هيوادونو او ۳۳ نړيوالو سازمانونو استازو گډون کړی دئ.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سید رياض