1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ايستلو غوښتني وار په وار زياتيږي

۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د پوځ د درستيز د پلان جوړني يو پخواني آمر، Ulrich Weisser غوښتنه کوي چي لږ ترلږه د 2011 کال تر پايه پوري په افغانستان د ناتو مأموريت بايد پاي ته ورسول شي.

https://p.dw.com/p/JDX0
آلماني ټانکونه د افغانستان په شمال کې خپل تمرين کوي
آلماني ټانکونه د افغانستان په شمال کې خپل تمرين کويانځور: picture-alliance/ dpa

Weisser د آلمان Frankruter Rundschau نومي ورځپاني ته وويل: « آلمانان بايد دا انتظار ولري چي د هغوي سياسي ګوندونه په خپلو انتخباتي مبارزو کي د يو داسي پيل او يا د اعتبار وړ بديل پلان دو ته وړاندي کوي، نه دا چي يو انځور ورکوي چي ګواکی لس کاله نور هم دا جګړه دوام کوي، دغه جګړه چي په هغه يو هيواد کي چي د نشه يي توکو د توليد او د اختلاس لمن پری خوره شوی ده، د ګټلو وړ نه ده.

هغه وويل، د آلمان حکومت او پارلمان تر اوسه پوري په سمه توګه مدلل کړي نه ده چي ولي په زر ګونو آلماني سرتيري بايد په افغانستان کي په عملياتو بوخت وي او ولي څه دپاسه يوه لسيزه بايد هلته پاتي شي.

د آلمان د پوځ دغه پخواني چارواکي په خپلي مقالي کي د آلمان د يوه سياست وال يوي جملي ته په اشاری سره چی وویل، «د آلمان دفاع د هندوکش د غرو په لمن کي کيږي،و دا د خلکو د قناعت لپاره بسيا نه کوي. هغه يادونه کوي، که چيري سړي دغه ماموريت ته د آلمان د مهمو متحدينو په فحوا کي سړي نظر واچوي ، له دي لحاظه هم آلمان له دوو سختو ستونزو سره مخامخ دي: يو دا چي له افغانستان څخه د وتلو ستراتيژي وجود نه لري، او په عين وخت کي آلمان سره د يو دوهم درجه متحد په توګه چلند کيږي، دا په دي وجه چي ګواکي هغه په دي برخه کي لږه همکاري کوي. دغه ډول يو نظر، ناوړه اغيزه لري، بيا خصوصا «زمونږ په سرتيرو» باندي.

د مقالي ليکوال، Weisser وړاندي ليکي:

«نو دا ټولي د دي ويندويي کوړي چي د ناتو ټول دولتونه په راتلونکو دوو کلونو کي د هدفونه بايد ځان ته وټاکي چي هغو ته ورسيږي: يو دا چي افغان ملي پوليس او ځواکونه د دي توان پيدا کړي، چي د خپل هيواد امينت خپله په لاس کي واخلي.

د پاڅون کونکو او تروريست طالبانو پر ضد د جګړي له لاري او يا د هغو سره چي د روغي جوړي لپاره چمتو والي ښکاره کوي، د ديالوګ او خبرو اترو له لاري د وضعي آرامول.

د آلمان د دفاع وزير، فرانس يو زف يونګ، د بيلد نومي ورځپاڼي سره په خبرو کي چي د دوشنبي د ورځي په ګڼه کي يي خپري کړي دي، يو ځل بيا د خپل هيواد اراده څرګنده کړه چي آلماني سرتيري ښايي له پنځو تر لسو کلونو پوري په افغانستان کي پاتي شي. يونګ وويل، د دي ماموريت هدف دا دي چي افغانستان يو حالت ته ورسول شي چي وکړاي شي د خپل هيوادامنيت ساتنه خپله وکړي او دا ، د دفاع وزير د خپلي وينا له مخي« پنځه تر لس کاله پوري وخت ته اړتيا لري.»

د دي ترڅنګ په افغانستان کي د ملګرو ملتو پخواني ځانګړي استازي، Tom Koenigs هم په افغانستان کي د آلمان د حکومت په ستراتيژي باندي نيوکه وکړه. هغه وويل:« په هندوکش کي جګړه د پخوانی نظر له مخي پر مخ بول کيږي، يعني د مخالف اړخ له منځه وړل، خو نه په دي نظر، چي په ټولو امکاناتو سره د ولسي وګړو څخه ساتنه بايد وشي.» د آلمان د شنو يا Grüner د ګوند دغه غړي د Berliner zeitung نومي ورحپاني ته وویل: د ملګرو ملتو دغه پخوا ځانګړي استازي وايي: « غوره خو دا وه چي د جګړي اصلي هدف د ولسي خلکو ساتل واي. دا چي اوس د نړيوال پوځي ستراتيژي کي سمون والي راوستل کيږي، ډير ناوخت کار دي.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک