1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو امکان

احمد ولي اڅکزی (rtr, AP, afp, dpa, dapd)۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبه

امريکا متحده ايالاتو د لومړي ځل له پاره په ښکاره توګه منلې ده چي له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو پر راايستلو هم غور کوي. امريکايي چارواکو دا څرګندونې واشنگټن ته د ولسمشر کرزي تر سفر يوه ورځ مخکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/17GJk
انځور: picture-alliance/dpa

په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر دې نیټې وروسته به يوازې هغه بهرني سرتیري په افغانستان کي پاتې شي چي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو دنده پر مخ بيايي. خو اوس پر يوې بلې ستراتيژۍ هم غور کيږي.

يوه بله ستراتيژي

بېن روديس، چي د ولسمشر اوباما د امنيتي سلاکار معين دی، په ښکاره ډول ويلي دي چي له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتیرو د راايستلو امکان هم تر غور لاندي نيول کيږي. نوموړي ويلي دي: «دا يو امکان دی چي اوس ورباندې غور کيږي.» خو روديس زیاته کړې ده چي په دې هکله وروستۍ پرېکړه ښايي څو مياشتي وخت ونيسي.

روديس له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ايستنې شرایط په گوته کړي دی. هغه ويلي دي چي يوازي هغه وخت به له افغانستان څخه د ټولو امريکايي عسکرو وتل ممکنه وي، چي دا جوته سي چي د القايدې غړي نور په افغانستان کي پتنځايونه نه شي جوړولای. روديس ویلي دي چې له افغانستان څخه د ټولو امريکايي سرتیرو وتل به له دې سره هم تړلي وي چي ايا پخپله افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد امنيت نيولای سي او که نه.

تر دې مخکې په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو امريکايي قومندان جنرال جان الن، په افغانستان کي د ۲۰۰۰۰ امريکايي سرتیرو د پرېښودلو سپارښتنه کړې وه. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ویلي وو چي متحده ايالتونو غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته لږ تر لږه ۶۰۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي. د دې رپوټ پر اساس د دغو ځانگړو سرتیرو دنده به د ترهگرو پر ضد د ځانگړو عملياتو تر سره کول وي.

مختلف امکانات تر غور لاندې نيول کيږي

د والسترېت ژورنال ورځپاڼې د يوه رپوټ پر اساس بيا پنتاگون د سپيني ماڼۍ په غوښتنه داسي امکانات تر غور لاندې نيسي، چي له مخي يې له پلان څخه زيات امريکايي سرتیري له افغانستان څخه وايستل سي. په رپوټ کي راغلي دي چي امريکا کېدای سي چي د يوه بل امکان له مخي د ۳۰۰۰ او ۶۰۰۰ تر منځ سرتیري په افغانستان کي پرېږدي. اوس په افغانستان کي څه نا څه ۶۶۰۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي. پر دې سربیره په دغه هیواد کې د ناټو غړو هيوادونو څه باندي ۳۴۰۰۰ سرتیري هم موجود دي.

کرزی واشنگټن ته ځي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، به د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نېټه) امريکا متحده ايالتونو ته ورسيږي. ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي له ولسمشر باراک اوباما سره وویني. له امريکايي چارواکو سره به د ولسمشر کرزي د خبرو تر ټول مهمه موضوع تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنيو سرتیرو د وتلو موضوع وي.

ویل شوي دي چي د کرزي د دې سفر په ترڅ کي به د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون هم تر بحث لاندې ونیول سي. د دغه تړون له مخې به روښانه سي چي ایا امریکا په افغانستان کي پوځي آډې جوړوي او که نه. او دا چي د اډو پر سر د موافقت په صورت کي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته څومره امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت وي.

امريکا متحده ايالتو تر دې مخکې له افغانستان سره يو شمېر تړونونه لاسليک کړي دي، چي موده يې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پيليږي. په دغو تړونونو کي د هغو امريکايي سرتیرو شمېر نه دی درج سوی، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي پاتې کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب