1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو امکان

۱۳۹۱ دی ۲۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17GTZ

د ملي امنیت په برخه کې د سپنې ماڼۍ مشاور بن رودس، په واشنګټن کې وویل چې دا لا معلومه نه ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان څومره امريکايي سرتیري پاتې شي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر اوباما به له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو راایستل هم له پامه و نه غوځوي. دغه امریکايي مشاور زیاته کړه: «موږ هیڅ امکان نه ردوو.»

په پلان کې ده چې ټول بهرني سرتیري د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. تر دې نیټې وروسته به یوازې هغه بهرني سرتیري په افغانستان کې میشت وي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي. خو امریکا تر دې مخکې ویلي دي چې په افغانستان کې د پوځي اډو د جوړولو په اړه فکر کوي. د دغو پوځي اډو د جوړیدو په اړه جزییات په لاس کې نه شته.

پلان شوې ده چې افغان ولسمشر د جمعې په ورځ په واشنګټن کې له ولسمشر اوباما سره وویني او د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې تر بحث لاندې ونیسي.