1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له انتخاباتو څخه وروسته د ايران اپوزيسيون

۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

انتخابات په ايران کې يوازې يو څه دموکراتيکه بڼه لري. د رياست جمهوري او پارلماني ټاکنو څخه مخکې د ځواکمنې څارونکې جرگې لخوا د کانديدانو د غوره کولو پړاو د دې دپاره تر سره کيږي چې مخالف گوندونه يوازې لږه ونډه واخيستلای شي.

https://p.dw.com/p/IAVo
د اپوزيسيون مشر موسوي پرون په تهران کې خپلو پلويانو ته وينا کوی
د اپوزيسيون مشر موسوي پرون په تهران کې خپلو پلويانو ته وينا کویانځور: AP

اوس هغه ايرانيان خپلې خبرې تاييد شوي بولي چې تل يې انتخاباتو ته ډېره توقع نه وه، لکه د سياسي چارو کتونکی عباس عبدي:

«ما هيڅکله دا توقع نه لرله چې گواکې موسوي او يا کروبي به ټاکنې گټي. ما تل دا نظر درلود چې د احمدي نژاد څخه پرته بل څوک نه شي کولای چې په دغه سيستم کې گټونکی شي. موږ په دغه سياسي جوړښت کې تغييرات د ټاکنو د صنقونو له لارې نه شو راوستلی.«

د اپوزيسيون نوماند مير حسين موسوي، چې د ټاکنو په کمپاين کې يې په ايران کې ډېر ملاتړي موندلي، پر موجوده سيستم باندې انتقاد نه کوي. موسوي پخپله واکمنې ډلې پورې اړه لري او د ايران او عراق د جگړې پر مهال په اتيايمو کالونو کې د ايران لومړی وزير و.

موسوي په دې باندې نيوکه کړې چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد څرگندونو ايران د بهرني سياست په برخه کې تجريد کړی دی او د اقتصاد په پاليسي کې يې ورباندې د غلطو پرېکړو تور لگولی دی. خو د ايران له اتومي تگلارې څخه اوښتل او يا اسراييل د ساري په توگه په رسميت پېژندل د موسوي کړنلاره هم نه ده.

د ټاکنو په کمپاين کې البته موسوي سختې نيوکې کولې او احمدي نژاد يې په دې تورن کړی و چې د اقتصادي وضعيت په اړه يې دروغ ويلي وو. دا د اسلامي جمهوريت په تاريخ کې لومړی ځل و چې په يوهء واکمن ولسمشر باندې په تلويزيون کې په ژوندۍ بڼه داسې سختې نيوکې وشوې.

د اسلامي جمهوريت په مشرتابه کې اختلافات يوازې په موسوي او احمدي نژاد باندې نه دي محدود. ولسمشر د ټاکنو په کمپاين کې پر پخوانو ولسمشرانو باندې هم لفظي حملې وکړې، ځکه چې د موسوي له نوماندۍ څخه يې ملاتړ کړی و. نوموړي په رفسنجاني باندې د اداري فساد او درغليو سخت تورونه وړاندې کړي وو. سياسي مبصر احمد زيدآبادي وايي:

«احمدي نژاد د رفسنجاني کيسې تودې کړې تر څو د ولس د ځينو قشرونو پاملرنه جلب کړي. خو هغه په حقيقت کې د هغهء په وړاندې څه نه شي کولای. رفسنجاني به خپل مقام وساتلی شي. زما په فکر به مذهبي مشر ايت الله خامنه ای د مسالې تر سړېدو وروسته احمدي نژاد ته خبرداری ورکوي چې په دغو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.«

د موسوي کمپاين چې زرغون رنگ يې د سيمبول په حيث خوښ کړی و، ډېرې هيلې راوټوکولې، چې له امله نوموړی نه يوزاې د ولسمشر د مخالفينو دپاره يوه سيمبولي څېره وگرځېدله، بلکه د رژيم د مخالفينو دپاره په عمومي صورت يو سيمبول وگڼل شو. په زرگونو کسان چې زرغون رنگه کالي يې اغوستي وو او ځان يې سينگار کړی و، په تېرو څو اونيو کې په لويو ښارونو کې د ترافيکو پر مخ خنډ جوړ شول، کله چې موسوي به د انتخاباتو د کمپاين په لړ کې راڅرگندېدهء. د موسوي په پلوۍ د يو لاريون په ترڅ کې د احمدي نژاد په وړاندې داسې شعارونه واورېدل شول لکه «مړ دې وي ديکتاتور يا زورواکی« او «مړهء دي وي د کابل او تهران طالبان«. اوس د مظاهره چيانو لهجه لا پسې تونده شوې ده. خو اپوزيسيون په آخر کې ډېر بدلون نه شي راوستلی. دا د احمد زيدآبادي نظر دی چې نور ډېرې هيلې نه لري:

«په ايران کې د اوسني وضعيت له کبله هم مظاهرې او هم د موسوي او کروبي امکانات محدوديتونه لري. زه فکر کوم چې هغوی به انتقادي بيانيې خپروي، خو په پايله کې به احمدي نژاد د ولسمشر په حيث په رسميت پېژني، مرور به شي او سياست ته به شا وگرځوي. هيڅ څه به نور نه پېښيږي او هغوی ته هم کوم گواښ نه دی متوجه. کېدای شي داسې نورې پېښې رامنځته شي، چې حاکم رژيم به په کې له تاوتريخوالي څخه کار اخلي. خو دا هغو خلکو ته څه گټه نه رسوي چې رايې يې نه دي شمېرل شوي.«

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک