1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايران سره د امريکا خبرې او د نويو بنديزونو غوښتنې

۱۳۸۶ خرداد ۴, جمعه

د امريکې ولسمشر جورج بوش په واشنگټن کې وويل چې که ايران اټومي وسلې تر لاسه کړي نو ټولې نړۍ ته به گواښ ورپېښ وي. ځکه نو لازمه ده چې د ايران په وړاندې بنديزونه لا زيات شي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا په لومړي ځل له ايران سره مستقيمې خبرې هم منلې دي.

https://p.dw.com/p/DKEI
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا د ايرانيمو د بډاينې بندول رد کړي دي
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا د ايرانيمو د بډاينې بندول رد کړي ديانځور: AP Graphics
د ايران په استازيتوب به په عراق کې د ايران سفير ښاغلی حسن کاظمي په خبرو کې ونډه واخلي. د خبرو موضوع به په عراق کې امنيتي وضع وي. دغه څرگندونې د ايران د بهرنيو چارو وزارت کوي. بلې غاړې ته ښاغلی بوش وايي چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس ته يې ويلي دي چې له اروپا، روسيې او چين سره يو ځای دې هغه په نويو بنديزونو باندې غور وکړي. د اتومي انرژۍ نړيواله اداره وايي چې کېدای شي ايران په راتلونکو درې تر اتو کالو پورې د اتومي وسلو د جوړولو وړتيا ولري. د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد يو ځل بيا د ايرانيمو د بډاينې بندول رد کړي دي.