1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران څخه افغانستان ته صادارت کم شوي دي

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

افغان حکومت وايي په ایران کې وروستي خراب اقتصادي حالت پر افغانستان هم ناوړه اغیز کړی دی. افغانستان په سوداګرۍ کې زیاتره پر ایران او پاکستان تکیه کوي، خو اوس ایران افغانستان ته خپل صادرات په بي ساري توګه کم کړي دي.

https://p.dw.com/p/18ylT
انځور: DW/Hashemi

د سوداګرۍ وزارت نطاق په کابل کې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، له هغه راهیسې چې پر ایران نړیوال فشارونه زیات شوي دي، دغه هیواد افغانستان ته هم په خپلو صادراتو کې کموالی را وستی دی او دې کار په هیواد کې د خوراکي، سونګ او نورو اړتیا وړ توکو لکه جامو اوپلاستیکي محصولاتو بيې بي سارې لوړې کړي دي.

د ماليي وزارت شمیري ښيي چې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته له ایران څخه د وارداتو کچه په ډراماتیکه ډول په لوړیدو وه.

د سوداګرۍ وزارت وایي د افغانستان تجارت وخت ناوخته د ګاونډیانو اونړۍ تر منځ د سیاسي رقابتونو ښکار ګرځي چې ډیر زیان یي ولسي افغانانو ته اوړي.

که تېره لسيزې ته پام وشي، افغانستان ته د ايراني سوداگريزو توکيو د راواردولو کچه نزدې هر کال ختلې وه خو پر ایران وروستیو اقتصادي بندیزونو اوس د افغانستان سوداګري هم زیانمنه کړي ده.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل که څه هم کابل یوازې له ایران سره په سوداګرۍ اتکا نه کوي خو بیا یې هم له منفي اغیز څخه ډير زیانمنیدای شي.

«ځيني هیوادونه لکه ایران او پاکستان چې کله یي له لویدیځ او امریکا سره اړیکي خرابي شي نو موږ ته هم ستونزي جوړوي. زموږ د سوداګرو موټر دروي، کله نا کله خپل بندرونه زموږ د سوداګرو پر مخ تړي او دوی داسې فکر کوي چې دا اکمالات ناټو ته کیږي خو هغوی نه پوهیږي چې ناټو له شماله خپل اکمالات کوي لیکن پر مونږ وخت ناوخت دا خنډونه بد اغیز لري.»

افغان سوداگر وايي چې له هغه راهیسې چې پر ايراني بانکونونو نړيوال بنديزونه لگول شوي دي، افغان سوداگر نه شي کولاى چې هغه هیواد ته په قانوني ډول د سوداگرۍ له پاره پيسې وليږي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد اذرخش حافظي، وايي افغانستان ته په کار ده چې د اقتصاد په برخه کې له نړیوالو تجربو څخه کار واخلي.

نوموړي په دغه برخه کې د آلمان، چین او جاپان هیوادونو اقتصادي کړنلارو او پلانونو ته چې د خپل اقتصاد د ژغورولو له پاره یي پلي کړي دي، اشاره کوي.

خو حکومت وايي دوی د دې له پاره چې خپل اقتصاد د ګاونډیانو له سیاسي اغیز څخه وژغوري د بدیلو لارو د موندلو هڅې یې لا وختي پیل کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل زیاته کړه چې دوی د پاکستان اوایران سربیره اوس د شمال له لاري منځنۍ آسیا او اروپا ته د سوداګریز کانال د پرانیستلو هڅه کوي:

«افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یوازې پر ایران متکي نه دی، موږ له ډيرو ملکونو سره تجارت لرو، کله چې په ایران نړیوال بندیزونه لګیږي خامخا زموږ ځيني اقلام هم اغیزمنوي، خو موږ له هند، چین د خلیج د هیوادونو او البته له منځنۍ آسیا سره هم سوداګریزه راکړه ورکړه لرو او ډیره تکیه یوازی پر ایران او پاکستان نه کوو.»