1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بوکو حرام ډلي ۱،۴ ميليونه کوچنيان په تېښته دي

۱۳۹۴ شهریور ۲۷, جمعه

له کوچنيانو سره د مرستي ادارې يونيسف زړه بوږنونکی راپور: تروريستي ډلي بوکو حرام په يرغمل نيونوي او تښتونو سره په خلکو کي ويره نوره هم پراخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GYNV
انځور: Pius Utomi/AFP/Getty Images

افراطي ډله بوکرام په نايجيريا، کاميرون، چاد او نايجير کي خپلو تښتونو او زورزياتي ته دوام ورکړی او په خلکو کي ئې سخته ويره پيدا کړې ده.

ملگرو ملتونو ويلي دي چي اوس د دغي ډلي له ويري په افريقا کي نژدې ۱،۴ ميليونه کوچنيان په تېښته کي دي. يونيسف ادارې ويلي دي چي يوازي په تيرو پنځو مياشتو کي د بوکو حرام ډلي د يرغلونو له کبله ۵ لکه کوچنيانو تېښتو ته اړ سوي دي.

د يونيسف ادارې په رپوټ کي چي په ژنيو او نيويارک کي وړاندي سوی دی، راغلي دي چي په ټوله يزه توگه له هغه وخت راهيسي چي بوکو حرام خپل فعاليت پيل کړی (شپږ کاله کيږي)، ۲،۱ ميليونه انسانان د خپلو ټاټوبو پرې ښوولو ته مجبوره سوي دي، چي دوه پر دريمه ئې کوچنيان دي.

يوازي د نايجيريا په شمال کي لږ تر لږه ۱،۲ ميليونه کوچنيان د تېښتي په حال کي دي او ۲۶۵۰۰۰ کاونډيو هيوادونو ته تښتېدلي دي.

افراطي ډله بوکو حرام غواړي چي د نايجيريا په شمال ختيځ او اړوندو سیمو کي اسلامي دولت رامنځ ته کړي. پر دې سربيره چي د نايجيريا پوځ د خپلو گاونډيو هيوادونو له يوه پوځي ائتلاف سره په گډي د دغي ډلي پرضد عمليات پيل کړي، دوی بيا هم پر کليو، مارکېټونو، د موټرو پر تمځايونو، پوليسو او پوځ پر مرکزونو باندي يرغلونو ته دوام ورکړی.

دوی د خپلو تروريستي موخو له پاره کوچنيان او ځوانان تښتوي او خپلو ليکو ته ئې جذبوي.

له ۲۰۰۹م کال راهيسي د بوکو حرام ډلي په بريدونو کي لږ تر لږه ۱۴۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب