1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترمپ سره د جنسې اړیکو په اړه نوي تورونه

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

د لوڅو فلمونو ستورې سټورمي ډینیلز، نن یکشنبه په یوه مرکه کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د خپلو جنسي اړیکو په هکله نوي تفصیلات وړاندې کړي. له ډیرې بې صبرۍ سره دې مرکې ته انتظار کیږي.

https://p.dw.com/p/2uwi2
Sex-Sakandale von Prominenten
انځور: picture-alliance/S. Moskowitz

د سټورمي ډینیلز، دغه مرکه به د «CBS» تلویزون د «سکسټي منټس» په نوم پروګرام کې د شپې په ۱۱ بجو خپره شي. یادي تلویزوني شبکې د خپل دود برخلاف د دې مرکې ځنې برخې مخکې له مخې نه دي خپرې کړي.
ډینیلز، مخکې تر دې هم له ترمپ سره د خپلو جنسې اړیکو په هکله خبرې کړي دي. په دې کې د ډینیلز هغه تویت هم شامل دی چې لیکلي یې وو: «که له تخنیکي پلوه خبره وشي نو زه دولس کاله مخکې له ’POTUS ‘ سره نه یم سملاستلې. هیڅ ډول جنسي اړیکه نه وه رامنځته شوې (ها ها) او هغه یوازې د یوه احمق په شان ریئیلیټي تلویزوني ستوری وو».
ویل کیږي چې د دونالد ترمپ وکيل مائیکل کوهن، د راز نه ښکاره کولو د یوه تړون له مخې ډینیلز ته ۱۳۰ زره ډالره ورکړي دي. یادې پیسې د فحش فلمونو دغې ستورې ته په امریکا کې د ۲۰۱۶ م کال تر ولسمشریزو ټاکنو څه موده مخکې ورکړل شوي دي.
د ډینیلز د مدافع وکیل مائیکل ایونتي له خوا په محکمه کې د وړاندې شویو اسنادو په حواله د هغې د مؤکلې او ترمپ تر منځ جنسي اړیکې د ۲۰۰۶ م کال په دوبي کې پیل او تر ۲۰۰۷ کاله پورې جاري پاتې وې.
د ترمپ وکیل کوهن، ادعا کوي چې ډینیلز د راز نه افشا کولو تړون مات کړی دی او باید ۲۰ میلیونه ډالره جرمانه ادا کړي. د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ مخکې تر دې هم دا ډول تورونه لګول شوي دي.