1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکیې سره د مهاجرینو د تړون نامعلومه راتلونکې

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

په ۲۰۱۶ م کال کي انقرې او بروکسل داسي یو تړون امضأ کړ، چي پراساس یې باید اروپايي ټولني ته د غیرقانوني مهاجرينو د ورتگ مخنیوی وسي. اوس دواړه اړخونه د هغه له عملي کیدو څخه ناراضه دي. خو صدراعظمه ميرکل غواړي هغه وژغوري.

https://p.dw.com/p/3X9rO
Flüchtlinge auf der Landroute Türkei-Griechenland
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

په اول سر کي اصلأ داسي معلومیدله، چي د ترکیې سره د مهاجرينو معامله په اصطلاح کار ورکوي. د هغو مهاجرينو تعداد ، چي د ترکیې څخه اروپايي ټولني، خصوصأ یونان ته راتلله، ډیر زیات راکم سو، ځکه چي ترکیې خپل سرحدونه کلک وتړل.  خو د انقرې دغه اراده په دې اخرو وختونوکي ضعیفه سوې ده. د هغه دلیل دا ویل کیږي، چي اروپايي ټولني ترکیې ته  وعده ورکول سوي پیسې نه دي حواله کړي. او ځکه نو دا تهدید، چي نور به د بروکسل سره تر سره سوی تړون نه مراعتوي، اوریدل کیږي.

 

خو اروپا هم  پردغه تړون باندي شک لري، ځیني هیوادونه حتی داسي گومان کوي، چي په دې سره اروپايي ټولنه «یرغمل» نیول سوې ده. خو بیا د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران د دې تشویش کوي، چي د تړون په ختمیدو سره به اروپايي ټولني ته بیرته ډیر مهاجرين راداخل او دا به بیا په خپل نوبت سره ښې اړخي نشنلسټان او عوامپاله تقویه کړي.

د تړون د ژغورني په خاطر د انګيلا ميرکل مقدماتي کارونه

د ۲۰۲۰ م کال په جولای میاشت کي جرمني د اروپايي ټولني ریاست پرغاړه اخلي. صدراعظمه انګيلا ميرکل د ترکیې  سره معامله سوي قرارداد ادامه غواړي او په دې لار کي د تړون پر موجوده موادو باندي اتکأ کوي. 

Türkei Merkel mahnt bei Besuch in Istanbul Wissenschaftsfreiheit an
انځور: picture-alliance/dpa/A. Deeb

د سږکال په جنورۍ میاشت کي یې د ترکیې د جمهوررييس، رجب طیب ارودغان سره په خپله وروستۍ لیدنه کتنه کي د هغه څخه د ملیونونو سوریايي مهاجرينو د نیولو او ځای پر ځای کولو په خاطر مننه وکړه او په دې لار کي یې د حکومت د کارونو قدرداني وکړه. سربیره پردې یې ترکیې ته د نورو مالي کومکونو وعده هم ورکړه.

د۲۰۱۶ م کال د مارچ میاشتي په تړون کي ترکیې ته د ۶ ملیارډو یورو د ورکولو وعده ورکول سوې وه، تر څو د ډیرو کلونو په جریان کي د سوریايي مهاجرينو غمخواري په وکړي.

د ترکیې-اروپايي ټولني د مهاجرينو د تړون یو اصلي طراح، گیرارد کناوس په نظرهم، «که مالي کومک تر سره نه سي، نو تړون هم د خطر سره مخامخ دی.»

د پناه غوښتني سیسټم کار نه ورکوي

Gerald Knaus im DW Interview
د ترکیې-اروپايي ټولني د مهاجرينو د تړون یو اصلي طراح، گیرارد کناوسانځور: DW

کناوس همدارنگه وايي، چي نور سخت مشکلات هم موجود دي، چي که حل نسي، تړون د ناکامۍ سره مخامخ کوي. په خبره یې «د یونان په جزیرو کي اروپايي ټولنه د دې توانايي نه لري، چي د پناه غوښتني عریضې دي د انساني کرامت په چوکاټ او عادلانه ډول سره حل و فصل او تصمیم پر ونیسي. په حقیقت کي د اروپايي ټولني د پناه غوښتني سیسټم ناکامه دی.»

خړ پړ مناسبات

په کولون کي د اقتصادي تحقیقاتو له انستیتوت (ifo) څخه د مهاجرت کارپوه، پاناو پوتوارا بیا د ترکیې-اروپايي ټولني د مهاجرت د تړون پر ادامې باندي شک لري او وايي، «چي ترکیې د سوریې په شمال کي خپل وروستي نظامي عملیات د خپل ناټو ملگرو سره د نه مشورې او تفاهم پراساس تر سره کړه. دغو عملیاتو نور هم د مهاجرينو تعداد لوړ کړ. په داسي یوه حالت کي حتمی نه ده، چي د دې انتظار دي وسي، چي اروپايي ټولنه دي ترکیې ته په اصطلاح مفت د پیسو یو چک ورکړي. او که فرضأ اروپايي ټولنه د دغه تړون د ادامې تصمیم ونیسي، نو بیا باید د ترکیې څخه دا وغوښتل سي، چي په اینده کی دا ډول عملیات تر سره نه کړي.»

Türkei  Akcakale | Soldaten sitzen in der türkischen Stadt Akcakale an der Grenze
د سوریې په شمال کي د ترکیې وروستي نظامي عملیاتانځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli

سربیره پر دې نور سوالونه هم موجود دي، چي دغه تړون د خطر سره مخامخ کوي. د هغې جملې څخه په ترکیه کي د دیموکراسۍ او بشر د حقوقو خراب وضعیت.

د فبرورۍ پر۲۰ مه فوق العاده سرمشریزه

دا چي د میرکل د ارزو مطابق دي د ترکیې-اروپايي ټولني د مهاجرينو تړون ادامه پیدا کړي، دا د پیسو خبره هم ده. د اروپايي ټولني غړي هیوادونه اوس مهال د ټولنی پر اوه کلنه بودجه باندي بحثونه کوي. سربیره پر دې د ټولني څخه د بریتانیا وتل هم د تړون په هکله خبري د مشکلاتو سره مخامخ کوي، ځکه چي دغه هیواد نور ټولني ته خپل دغړیتوب حق العضویت نه ورکوي. د دې لپاره چي د دولتي او حکومتي مشرانو په منځ کي دي یو توافق رامنځته سي، د اروپايي ټولني د شورأ رییس، چارلس میشیل د همدې فبرورۍ میاشتې پر۲۰ مه یوه  فوق العاده سرمشریزه رابللې ده.

DA/MQM/AWA