1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جامعه حقانیه سره حکومتي مرستو غبرگونونه راپارولي

عبدالستار۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت له لوري په ایالتي کلنۍ بوديجه کې د حقانیه دارالعلوم له پاره ۳۰۰ میلیونه کلداري ځانگړي شوي دي. پر دغه گام لبرال سیاسي گوندونو او د مدنې ټولنو استازو سخت غبرگون ښوولی.

https://p.dw.com/p/1JCKb
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان په رسنیو کې د پاکستان د تحریک انصاف گوند (پي ټي آی) د پلویانو او نورو گوندونو د سیاسي کارکوونکو تر منځ تند بحثونه راپاریدلي دي. د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند مشتاق غني له یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې حکومت ځکه نوموړې مدرسې ته دغه پیسې ورکوي، چې دیني مدرسې په ملي چوکاټ کې راوستل غواړي. خو انتقاد کوونکي دا استدلال نه مني.

د عوامي نیشنل گوند سیاستوالي بشری گوهر د ټویټر په خپل پیغام کې په دې هکله تبصره کې ویلي دې چې طالبان خان (له دې څخه يې موخه د پې ټي آی مشر عمران خان دی) له طالبانو سره د مرستې له پاره ۳۰۰ میلیونه روپۍ ځانگړي کړي دي.

د دفاعي چارو کارپوه اسد منیر په خپل یوه ټویټ کې لیکلي دي: «د بې نظیر بهټو په قتل کې ښکیلو څلور کسانو له جامعه حقانیه سره تړاو درلود.» همداشان د پاکستان پیپلز گوند مرستیالي مشري شیرين رحمان هم په خپل ټویټر پیغام کې پر دې اقدام باندي حیرانتیا ښوولې ده.

Pakistan Politiker Imran Khan PTI
انځور: Reuters/M. Raza

شیریں رحمان لیکلي دي: «عبدالله، نادر، فیض او رشید هغه څلور ترهگر وو، چې د بې نظیر بهټو په قتل کې ښکیل وو. دغو ترهگرو له جامعه حقانیه سره تړاو درلود، چې د خیبر پښتونخوا ایالت حکومت ورته درې سوه میلیونه روپۍ ځانگړې کړي دي.»

له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال بشری گوهر ویلي دي: «تاسې د جنرال ضیا له وخت راهیسې وگورئ، په دولتي کچه د جامعه حقانیه ملاتړ شوی دی. مولانا سمیع الحق خو پخپله وایي چې هغه د افغان طالبانو روحاني پلار دی. له جلال الدین حقاني څخه نیولی تر ملا اختر منصوره پوري ټولو دغلته درس ویلی. کله چې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د مذاکراتو خبره وکړه نو هغوی عمران خان او مولانا سمیع الحق خپل استازي وټاکل. نو یوه مدرسه چې ورته د ترهگرو فابریکه ویل کیږي، هغې ته د پیسو ورکولو څه جواز دی؟ په داسې حال کې چې بل لور ته د خیبر پښتونخوا په ښوونځیو کې اوبه نه شته، دیوالونه نه لري، تشنابونه نه لري.»

هغې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دا اوس د «مېټرک» (په پاکستان کې تر لسم ټولگي فراغت ته میټرک وايي) نیتجه راغلې ده او ۷۰ سلنه شاگردان بریالي شوي نه دي. هغه یادونه وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت په کلني پراختیايي بودجه کې کمښت راوستی او د تندلارو د مالي مرستې له پاره یې ۳۰۰ میلیونه روپۍ ځانگړې کړي دي چې د ولس سره زیاتی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې هغې وویل چې «د نیشنل ایکشن پلان یا د اقداماتو ملي پلان د هیڅ ملي پلان، په توگه انگیري. دا ځکه چې دا څو اوونۍ وړاندې په اسلام آباد کې ټولو منع کړی شوو تنظیمونو سترې غونډې وکړې. د نیشنل ایکشن پلان له مخې هیڅ داسې گام نه دی اخیستل شوی چې سړی یې په لیدو ووایي چې د ښو او بدو طالبانو تر منځ توپیر ختم شوی دی. تندلارو خپلو کړنې جاري ساتلې دي.» د هغې په خبره د افراطیت څخه د ځان خلاصولو له پاره باید هر ډول ترهگر له منځه یوړل شي.

د بشري او ښځو د حقوقو فعالې فرازانه باري دویچه ویله ته ویلي دي چې حقانیه مدرسې ته دغه پیسې ورکولو نیشنل ایکشن پلان ته سخت زیان اړولی دی. د هغې په خبره د دغه مدرسې خلک خو وایي چې خپل تمویل پخپله کوي نو بیا ولې د ولس له مالیې څخه دغسې افراطي ادارو ته پیسې ورکول کیږي.

هغې زیاته کړې ده چې د دوی غوښتنه دا ده چې ټولي مدرسې د یوه ملي پروگرام په ترڅ کې د ښووني وزارت تر لاس لاندي شي. د هغې په وینا شاگردانو ته دې عصري زده کړې هم ورکړی شي چې د اوسني عصر له غوښتنو سره هم آشنا شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې فرازانه باري وویل: «جماعت اسلامي او تحریک انصاف د افراطیانو له پاره یو څه نرموالی لري خو څو وارې یې د هغې د پټولو هڅه کړې ده. خو دې مرستې دغه درواغ هم رسوا کړل او نړۍ ته یې وښووله چې د افراطیانو څومره ملاتړي دي.»