له جرمني د ډيرو رد سوو مهاجرو د بيرته لېږلو غوښتنه
۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سهشنبهد مسیحي ديموکراټانو دغه سیاستمداره المانۍ ورځپاڼي(اوگسبورگر الگماینین) ته نن سه شنبه ورځ وویل، چي «موږ باید خپلو هیوادونو ته د پناه غوښتونکو بیرته لیږل تقویه کړو، خو بې له ولچکونو څخه.» مویلر اضافه کړه، چي«په جرمني کي په زرونو رد سوي پناه غوښتونکي ژوند کوي او خلگ د دې انتظار لري، چي هغوی باید موږ په جدي ډول سره بیرته هم ولیږو.»
مویلر د پناه غوښتني سیاست د نوي حکومت یو له اصلي وظایفو څخه بولي، چي باید ټوله وزاتونه پکښي برخه واخلي او همکاري وکړي.
د ده په خبره «د کورنیو چارو د وزیر په توگه له هورست زې هوفر سره گډ کار زه ددې له پاره یو ښه اساس بولم، چي د تیښتي او مهاجرت له عواملو سره په سیمه او د هغوی په هیوادونو کي مبارزه وسي. د مثال په ډول د مسلکي زده کړو د امکاناتو برابرولو او یا کار پیداکولو په برخه کي.»
په دې سلسله کي باید له مغرب هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي مناسبات پراخ او تقویه سي.
مویلر به د جرمني په نوي حکومت کي هم د پراختيايي مرستو د چارو د وزير په توگه پاته سي.
زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم(15.12.2016)