1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جنوبي سوډانه دوه ميليونه انسانان په تېښته ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

په جنوبي سوډان کي بيا د کورني جنگ لمبې پورته سوي دي. تر دوو ميليونو انسانانو پوري په تېښته ده او د سولي کومه نخښه نښانه نه ښکاري. مرستندويه سازمانونه له يوه انساني ناورين څخه خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/1FSx4
Flüchtlinge im Südsudan
انځور: AFP/Getty Images/C. Lomodong

د جنوبي سوډان په شمال کي بيا جنگونو زور اخيستی او هغه څوک چي د وتلو توان لري له دغي سيمي څخه د تېښتي په حال کي دي. حتي ډېري خيريه ټولني هم له دغي سيمي څخه وتلي دي. په دې سره به نو هغه ۵۰۰۰۰۰ انسانان چي د دغو سازمانونو په مرستو پايدل اوس به بې مرستو پاته سي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د جنوبي سوډان د شمال، چي د تيلو شتمنه سيمه ده له ۱۲ ميليونو انسانانو څخه نيمايي مرستو ته اړ دي.

په دغه جنگ ځپلې سیمه کي د دې پر ځای چي اوس په دغه باراني موسم کي خلکو مځکي کرلای له دغي سيمي څخه په تېښته کي دي.

په دغه سيمه کي تر ټولو خراب وضعيت بيا کوچنيان لري. د سره صليب نړيوالي کمېټې يو کارکونکی پاول کرڅيسيک ويلي دي چي په دغه سيمه کي کوچنيان خوراکي موادو او درملو ته اړتيا لري.

د سره صليب په خبره نزدې ۲۵۰۰۰۰ کوچنيانو ته سم خوراکي مواد نه رسيږي.

په سوډان کي د سولي له پاره د سيمه ييزو هيوادنو اتحاديې د اټکلونو له مخي د ياغيانو پرضد د جنوبي سوډان د پوځ په جنگ کي بشري حقونه سخت تر پښو لاندي سوي دي. د دوی په خبره له ملکي وگړو سره «سخت زورزياتی» سوی دئ.

خو د جنوبي سوډان د پوځ وياند فيليپ اگوير، دغه تورونه نه مني او ويلي ئې دي چي دوی «له ځانه دفاع» کړې ده. هغه زياته کړې ده چي دوی د قانون د هغي مادې پلوي کوي چي پر ملکي وگړو باندي د يرغل ممانعت کوي.

جنوبي سوډان له ۲۰۱۱م کال راهيسي خپله خپلواکي اخيستې ده. په دغه هيواد کي هغه مهال وضعيت خراب سو چي د ۲۰۱۳م کال په ډسمبر مياشت کي د جمهور رئيس سلوا کيړ او د هغه د پخواني مرستيال ريک مشار ترمنځ د واک پر سر جنجال پېښ سو.

په دغه هيواد کي جنجال ځکه زور واخيست چي دغه دواړه سياستوال په رقيبو قومو پور اړه لري. د دواړو اړخونو ترمنځ د سولي خبري تر اوسه بې نتيجې پاته دي. د روان کال په مارچ مياشت کي د ايتوپيا په پلازمېنه آديس آبابا کي هم خبري بريالی نه وې.

دواړي غاړي غواړي چي د دغه هيواد پر هغه سيمه باندي کنترول ولري چي په نفتو شتمنه ده.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي اوس په جنوبي سوډان کي نزدې ۲ ميليونه انسانان په تېښته کي دي.

د ښکېلو اړخونو مشران، سلواکيړ (کيڼ) او ريک مشار
د ښکېلو اړخونو مشران، سلواکيړ (کيڼ) او ريک مشارانځور: Reuters/T. Negeri