1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له حزب اسلامي سره به ډېر ژر د سولې تړون وشي»

آژانسونه / ن.ص۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۵, شنبه

حزب اسلامي په تېرو څو کلونو کې يوازې کله نا کله د جنګ به ډګر کې فعاليت کړی دی. اوس چارواکي وايي چي ښايي ډېر ژر ورسره د سولي تړون وشي.

https://p.dw.com/p/1Inn0
انځور: AP

افغان حکومت به ښايي د يو څو ورځو په ترڅ کې له يوې وسله والې ډلې سره د سولې يو تړون ته ورسيږي او په دې ترتيب ۱۵ کاله جنګ ته د پای ټکی کښېږدي. دغه خبره يوه افغان چارواکي او د دغې ډلې يوه استازي د يکشنبې په ورځ وکړه.

عطا الرحمان سليم، چې د سولې د عالي شورا مرستيال مشر دی، د اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي ګوند له وسله والې ډلې سره به ښايي دغه تړون د يکشنبې په ورځ نهايي شي. دغه کار له دوو کالو خبرو اترو وروسته کېدونکی دی.

وروستۍ بڼه د يکشنبې په ورځ

د حزب اسلامي يوه جګپوړي استازي، امين کريم، وويل دی تمه لري چې ولسمشر اشرف غني به د تړون وروستۍ بڼه د يکشنبې په ورځ منظوره کړي. دغسې يو تړون به د غني د حکومت له پاره له هغو وسله والو مخالفو ډلو سره چې غواړي دغه حکومت وپرځوي، يوه اړينه لاسته وړنه وي.

د ده هغه هڅې چې غوښتل يې له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي، او هغه هم په تېره بيا د پاکستان له حکومت سره په تفاهم کې چې ويل کيږي له طالبانو څخه ملاتړ کوي، ناکامې شوې دي. حزب اسلامي د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ په دې تورن دی چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو په منځ کې يې په زرګونو انسانان په کابل کې وژلي دي.

انګېرنه دا ده چې نوموړی په پاکستان کې دی. خو د اسلامي ګوند استازي، کريم، وويل چې هغه په افغانستان کې په يو ناڅرګند ځای کې مېشت دی. د اوسني ۲۵ نقطه يي هوکړه ليک له مخې چې مسوده يې د اسوشيټېد پرېس اژانس ليدلی دی، به هغه په نژدې راتلونکي کې وکولای شي چې کابل ته ستون شي څو په رسمي ډول د سولې تړون لاسليک کړي او هلته مېشت هم شي.

«خپل مشر سره د نظر کوم اختلاف نه لري»

حکمتيار چې څه کم اويا کاله عمر لري، د متحدو آيالاتو له خوا «نړيوال ترهګر» بلل شوی دی او د ملګرو ملتونو په تور ليست کې راغلی دی. اوس نهايي شوی تړون افغان حکومت په دې مکلفوي چې د بنديزونو د لېرې کولو له پاره ټولې لازمې هلې ځلې پورته کړي. حزب اسلامي په تېرو څو کلونو کې يوازې کله نا کله د جنګ به ډګر کې فعاليت کړی دی.

د دغه ګوند له خوا تر سره شوی وروستی بريد په ۲۰۱۳ کال کې وو چې پکې لږ تر لږه ۱۵ انسانان د شپږو امريکايي عسکرو په شمول په کابل کې ووژل شول. سليم وويل چې په حکمتيار پورې تړلي خلک د هغه د کورنۍ په شمول ټول د هغه ملاتړ کوي او له «خپل مشر سره د نظر کوم اختلاف نه لري.»

خبرې اترې د ۲۰۱۴ کال په جولای کې پيل شوې وې کله چې حکمتيار د غني له خوا وراستول شوی يو ليک تر لاسه کړ. په هغه وخت کې غني د ولسمشرۍ په موخه په انتخاباتي منډو ترړو بوخت وو. په ليک کې راغلي ول چې د سولې له پاره د حکمتيار يو اصلي شرط يعنې دا چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، به ډېر ژر پوره شي.

بشپړه سوله

کريم وويل چې د خبرو اترو پيل په همدې ليک سره وشو. په خبرو کې پرمختګ هغه وخت له ستونزه سره مخامخ شو چې د متحده آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې به ۱۰ زره سرتېري په افغانستان کې پاته شي. حکمتيار بيا له دغه شرط څخه تېر شو او د روان کال په پيل کې يې د بهرنيو ځواکونو وتل «يو هدف» وباله.

کريم او يو شمېر نورو افغان چارواکو ويلي دي چې د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي ډلې سره د سولې تړون به ښايي د طالبانو جنګيالي هم دې ته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي او په دې ترتيب به ښايي بشپړه سوله هم رامنځ ته شي. نور بيا حکمتيار په سياسي لحاظ ډېر مهم نه بولي او وايي چې نوموړی پر روانو چارو باندې ډېر نفوذ او اغېزه نه لري.