1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له حملو سره سره، د سولې له پاره زیار باسو»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۸, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د بریتانیا له صدراعظم دیوید کمرون، سره په کابل کې یوې خبرې غوڼدې ته وویل چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ باندې څو ورځې مخکې د طالبانو د بربڼد برید سره سره، افغان حکومت د سولې د راوستلو له پاره هڅې کوي.

https://p.dw.com/p/18yXM
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

افغان ولسشمر حامد کرزي په کابل کې د بریتانیا له صدراعظم دیوید کمرون، سره له یوې لیدنې کتنې وروسته، په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په قطر کې د طالبانو له پاره د یوه دفتر د پرانیستلو سره، چې له دوی سره به تماس نیول کیږي او د سولې د خبرو اترو له پاره هیله پیدا شوې، طالب یاغیانو د هیواد په دننه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

کرزي په دې اړه د هغه د ولسمشرۍ پر ماڼۍ باندې د تیرې اوونۍ یوه خونړي برید ته په اشارې سره وویل چې دغه ډول حملې «د سولې د راوستلو له پاره د افغان حکومت هڅو ته کوم تاوان نه رسوي.» هغه هڅه وکړه چې دغه ډول حملې بی اهمیته وګڼي. کرزي په استعاري توګه وویل: «کاشکې دوی خپل ټول وخت د ولسمشرۍ پر ماڼۍ باندې د حملو له پاره تیر کړی وای، خو پاتې افغانستان یې په کرار پریښې وای.»

کرزي دغه راز د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هغه حکومت به په افغانستان کې د ملک الطوایفۍ د بیا راوستلو د هر ډول هڅې مخه ونیسي: «له شپږو میاشتو راهیسې ځیني هیوادونه هڅه کوي چې طالبانو ته د افغانستان د یو یا څو ځایونو پر ورسپارلو سره، دغه هیواد د ملک الطوایفې پر لور بوځي.»

کرزي د کوم مشخص هیواد نوم وا نخیست خو ویې ویل «چې ده ته د ځیني رسیدلو رپوټونه له مخې دغسی هڅې په پاکستان کې کیږي» خو هغه وویل چې په افغانستان کې ملک الطوایفي د هیچا په ګټه نه ده. هغه زیاته کړه چې د بریتانیا صدراعظم، دیوید کمرون پر دې موضوع باندې هغه ته ډاډ ورکړ چې لویدیځ د داسې یوې هڅې په لټه کې نه دی.

«موږ د یوه سیاسي حل غوښتونکي یو»

کرزي چې د خپلې ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې له دیوید کمرون سره په ګډه خبري غونډې ته وینا کوله، څو ورځې تر مخه د ولسمشرۍ پر ماڼۍ باندې تر سره شوی برید وغانده، خو ویې ویل چې د هغه حکومت سره له دې هم د سولې له خبرو اترو مخ نه دی اړولی: «موږ پوهیږو چې افغانان څه غواړي. موږ ټول په هیواد کې سوله او ثبات غواړو.»

کمرون له دې مخکې په هلمند ولایت کې د خپل هیواد له سرتیرو سره د Camp Bastion نومې بریتانوي پوځي اډه کې ولیدل. هغه د شنبې په سهار د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته ورسید. کمرون غواړي چې له خپل دی سفر سره په افغانستان کې د سولې پروسه پیاوړې کړي.

بریتانیا چې په اوسني وخت کې په ټولیزه توګه په افغانستان کې ۷۹۰۰ سرتیري لري، په دې لټه کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د جنګي ماموریت له پای څخه مخکې خپل جنګي وسایل له افغانستان څخه وباسي.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې د افغانستان کړکیچ یوازې له پوځي لارې حل کیدای نه شي. کمرون خبریالانو ته وویل: «موږ یو سیاسي حل غواړو، داسې یو حل چې دې هیواد ته امن او ثبات ور په برخه کړي.» کمرون د لویدیځ پوځي ماموریت ته په اشارې سره وویل: «هغه څه چې موږ په افغانستان کې کړي دي، هدف یې د هغو هڅو مخنیوی وو چې غوښتل یې افغانستان بیا د تروریستي فعالیتونو اډه وګرځي.»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې موږ یې اوس کوو، هدف یې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو جوړول دي او په عین وخت کې دا باید یقیني کړو چې د افغانستان سیاست هر وګړی ته د دې موقع برابره کړې ده چې د دې هیواد په راتلونکي کې نقش ولوبوي. په دې لاره کې موږ یو څه پرمختګ کړی دی.»

کمرون په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د طالبانو دا څرګندونې چې دوی نور نه غواړي افغانستان د نورو هیوادونو له پاره ګواښ وګرځي او یا د ترهګرۍ په اډه واوړي، هیله ورکونکي دي.