1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډ میرکل د کډوالو د سیاست ملاتړ مخ په کمیدو دی

ستار جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبه

د YouGov د یوې نظر پوښتنې له مخې د سپتمبر د میاشت په پرتله اوس ډیر کم شمیر آلمانیان په دې باور دي چې هیواد یي کولای شي د کډوالو پر کړکیج برلاسی شي. همداراز ډیر شمیر خلک فکر کوي چې د پناه غوښتونکو شمیر ډیر لوړ دی.

https://p.dw.com/p/1Godc
انځور: Getty Images/A. Berry

د دې نظر پوښتنې پایلې چې د سه شنبې په ورځ خپرې شوې دي، ښيي چې تر پخوا ډیر شمیر آلمانیان د صدراعظې انګلا میرکل په څرګندونو چې وار وار يي ویلي دي «موږ دا کړکیج اداره کولی شو» باور نه لري.

د نظر پوښتنې له هرو درو څخه یو ګډونوال (۳۳ سلنه) له صدراعظمې سره موافق دې چې دا شمیر د شپږو اوونیو مخکې نظرپوښتنې په پرتله ۱۱ سلنه ټیټوالی ښيي. د نظر پوښتنې ۶۴ سلنه آلماني ګډونوال بیا له صدراعظمې سره مخالف دي.

په دې نظر پوښتنه کې د ټولو سیاسي ګوندونو لکه سوسیال دیموکرات، مسیحي دموکرات اتحاد (CDU) او د CDU د بایرن ایالت برخې، غړو ګډون کړی دی او له ۵۹ څخه تر ۶۲ سلنه ګډونوالو د میرکل له تګلارې سره خپل مخالفت ښودلی.

د نورو کډوالو له پاره ملاټر کمیږي

د آلمان د زرغون ګوند ۴۹ سلنه غړو له صدراعظمې سره خپل ملاټر ښوولی خو ۵۱ سلنه غړي یي د میرکل مخالفت کوي. د نظر پوښتنې پایله همداراز ښیي چې ۵۶ سلنه خلک په دې باور دي چې په آلمان کې له مخکې هم ډیر کډوال شتون لري. دا شمیره د تیرې میاشتې په پرتله ۱۰ سلنه پورته شوې ده. له پنځو څخه یوازې یو (۲۰ سلنه) ګډونوال بیا وایي چې هیواد یي لا نورو پناه غوښتونکو ته هم ځاې ورکولی شي.

د حکومت دننه څخه نیوکې

د کډوالو د کړکیج د کنترول په برخه کې د آلمان صدراعظمه په دې وروستیو وختونو کې آن د خپل ګوند د غړو له خوا له نیوکو سره مخامخ شوې ده.

د مسیحې محافظه کار ګوند (CSU) مشر هورست زیهوفر، په وار وار سره د کډوالو پر بهیر د محدودیتونو د وضع کولو غوښتنه کړې او تیره اوونۍ يې ګواښ ورکړ چې CSU ګوند به د آلمان دولت د کډوالو د پالیسې له پاره محکمې ته کش کړي. زیهوفر د یکشنبې په ورځ وویل: «یو نظر دا دی چې دا د نوی دورې تر ټولو لوی مهاجرت دی او موږ یي باید اداره کړو. خو زما نظر دا دې چې کډوالي باید محدوده شي. زه غواړم کډوالي محدوده کړم.»

د YouGov په نظر پوښتنه کې ۱۱۹۸ کسانو برخه اخیستې وه چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر میاشتې په نهمه پیل او د همدې میاشتې په ۱۳ نیټه پای ته ورسیده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب