له دويچه يله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
ایران وايي نوی بالستیک توغندی یې آزمولی
ایران یو وار بیا د بالستیک یا قاره یي توغندیو آزموینه کړې. د «ارنا» خبري آژانس رپوټ ورکړې چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د پوځي مانورو پر وخت دغه توغندي توغول شوی. کابو دوه میاشتې تر دمخه د ایران پر ضد لګول شوي بندیزونه لیرې شول. خو د توغندیو د پروګرام په تړاو، اجباري اقدمات لا دوام لري. ولسمشر حسن روحاني د دې پروګرام څخه په دې دلیل دفاع وکړه چې دغه راکټونه د اټومي سرګولو د انتقال ظرفیت نه لري.
پاکستان: په شمالي وزیرستان کې هوايي بریدونو ۲۱ وسله وال وژلي
په شمالي وزیرستان کې د افراطي اسلامپالو پر پټنځایونو د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په نتیجه کې د لږ تر لږه ۲۱ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړل شوې دی. د پاکستان د پوځ یوه ویاند وویل چې نن، سه شنبه د ترسره شویو دغه بریدونو هدف طالب جنګیالي ول. ده زیاته کړه چې دغه هوايي بریدونو له پرون راهیسې روان دي. د پاکستان پوځ د کابو یو نیم کال راهیسې په دغه غرنۍ سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي دي.
نتنیاهو له اوباما سره ملاقات رد کړې ده
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ترمنځ د نظر اختلاف دوام لري. سپینې ماڼۍ ویلي چې نتنیاهو د اوباما سره ملاقات چې د مارچ میاشتې په نیمايي کې باید ترسره شوې وای، رد کړی. خو د نتنیاهو له دفتر څخه په اړه لا څه نه دي ویل شوي. د ایران د اټومي پروګرام پر سر د نتنیاهو او ولسمشر اوباما د نظر تفاوت په دې ورستیو کې دغه اړیکې لا پسې ترینګلي کړي دي.
د امریکا بې پيلوټه الوتکې برید په سومالیا کې ۱۵۰ تندلاري وژلي
د امریکا متحده ایالاتو پوځ، د دوی د خپلو معلوماتو پر اساس په سومالیا کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د افراطي اسلامپالې ډلې «الشباب»۱۵۰ جنګیالې وژلي دي. د پنتاګون له خوا ویل شوي چې دغه برید د اوونۍ په پای کې ترسره شوی. زیاته شوې چې د برید هدف د پلازمینې موګادیشو شمال لوري ته په کابو ۲۰۰ کیلو مترۍ کې پروت د تندلارو یو روزنیز کمپ وو.
اوغلو: د نظر آزادي «یو بنستټز اصل» دی
د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې د حکومت مخالفې ورځپاڼې «زمان» پر وړاندې د ترسره شویو اقداماتو څخه دفاع وکړه. نوموړي په بروکسل کې وویل چې دا چې دغه ورځپاڼه اوس تر جبري ادارې لاندې ده، علت یې حقوقي دلایل دي.. د اروپايي ټولنې د شورا مشر تونالد توسک په دې ترڅ کې وویل چې اروپايي ټولنه نه شي کولای د نظر د آزادۍ تر پښو لاندې کیدو په صورت کې چپه خوله پاتې شي.
د ملیزیا تري تم شوې الوتکې په اړه نوی رپوټ هم مایوسه کونکې دی
د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکې MH370 د مرموزې ورکیدو په اړه پوره دوه کاله وروسته یوه نوي رپوټ د قربانیانو کورنۍ مایوسه کړي دي. د انتظاراتو برخلاف څیړونکو داسې کوم نوي معلومات نه دي موندلي چې ولې دغه بویننګ ۷۷۷ د ۲۰۱۴م کال د مارچ په ۸ نیټه چې ۲۳۹ انسانان پکښې سپاره ول، د رادار څخه ورکه شوه او دا چې په الوتکه کې څه پیښ شول. ملګرو ملتونو اعلان کړې چې د دغه ډول پیښو د مخنیوي له پاره تدابیر غوره کړي.
رسنۍ: آلماني څيړونکي د «آيي ایس» ډلې په اړه مهم اسناد لري
د رسنیو د رپوټونو په حواله د آلمان د جنايي جرمونو فډرالي اداره «بي کې ای» د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د جنګیالو مخفي اسناد په اختیار کې لري. زیاته شوې چې دغه په اسنادو کې د ډیر شمیر آلماني جنګیالو په اړه هم معلومات شته. په رپوټ کې ویل شوي چې د «اسلامي دولت» ډلې خارجي جنګیالي سوریې ته تر رسیدو وروسته د خپل ځان په اړه هر اړخیز معلومات باید ورکړي.