1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له روسيې سره بيا سړه جګړه پيليږي؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۲, شنبه

د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، خپل ملت ته په خطاب کې وويل چې د ۲۰۱۷ کال په پای کې ازمويل شوی يو اتومي توغندی کولای شي د ځمکې د کُرې هرې نقطې ته ځان ورسوي. يو بل توغندی بيا داسې دی چې هيڅ دفاعي سيستم يې مخه نه شي نيولی.

https://p.dw.com/p/2tcqR
Russland Putin hält kurz vor Wahl traditionelle Jahresansprache
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د پوتين په قول دواړه وړاندې شوي توغندي «نه ماتېدونکي» دي ځکه چې چټکتيا يې ډېره ده. د ويډيويي فلمونو د لارې د روسيې ولسمشر داسې يو اوبتل هم وښود چې په اتومي وسلو سمبالېدای شي. د ولسمشر پوتين په خبره دغه نوی سيستم «ډېر پياوړی» دی. خو پوتين وايي چې د دغو نويو وسلو جوړول يو اړخيز اقدام نه دی. د هغه په قول اوس «د روسيې د ستراتيژيکو راکټي سيستمونو خبره مطرح ده چې د راکټي دفاع له تړون څخه د امريکا متحده آيالاتو د يو اړخيز وتلو په غبرګون کې مو رامنځ ته کړي دي چې په حقيقت کې هغوی دغسې سيستمونه د متحده آيالاتو په خاوره او له خپلو پولو څخه دباندې هم لګولي دي.»
سره له دې د هغه په وينا کې په تاکيد سره د خپل قدرت او واک په اړه د شعور حس هم نغښتی و. پوتين د حاضرو کسانو د چکچکو په بدرګې سره وويل: «هيچا راسره خبرې نه کولې، هيچا راته غوږ نه نيو. خو اوس راته غوږ ونيسئ!»
له ګواښونو ډکې خبرې
پوتين سړي ته د ساړه جنګ وختونه ور په يادوي چې په ترڅ کې يې مسکو او واشنګټن د سترو قدرتونو په توګه د دوو مخالفو بلاکونو مشري کوله. يوې خوا ته د «وارسا تړون» و چې مشري يې ماسکو کوله. بلې خوا ته د هغه وخت د ناټو غړي هېوادونه ول چې واشنګټن يې په راس کې وه. د سياسي چارو شنونکې او خپرونکې، زوزانه شپان، دويچه ويله ته وويل چې د پوتين کلنۍ وينا هغې ته د وسلو په سر د سيالۍ هغه پخواني وختونه ورپه ياد کړل. د هغې په خبره: «اصلي دښمن يا مېرڅی د امريکا متحده آيالات دي. پوتين د لويديځ په وړاندې د ګواښ خبرې غوره کړې دي، چې مقصد يې دا دی: پخوا به مو خبرې نه اورېدې، خو اوس حد اقل راته غوږ ونيسئ.» 
شکونه او نيوکې 
د امريکا له متحده آيالاتو څخه ځينې څرګندونې هم سوړ جنګ او د وسلو په سر د سيالۍ وختونه په ياد راولي. کله چې پېنټاګون يوه مياشت مخکې د امريکا نوې اتومي ستراتيژي معرفي کوله، واضح وويل شول چې هغه تر ټولو لومړی د چا پر ضد ده. د امريکا له دفاع وزارت څخه داسې څرګندونې وشوې: «زموږ ستراتيژي بايد د دې تضمين وکړي چې روسيه پوهه شي، چې د اتومي وسلو هر ډول استعمال، که هغه هر څومره محدود هم وي، د منلو وړ نه دی.» 
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان له «آه ار دي» ويبپاڼې سره په خبرو کې د توغنديو يوه کارپوه، روبرت شموکر، په دې کې شک څرګند کړی دی چې آيا د مارش هغسې يو توغندی چې په فلم کې ښکاره شوی و او يوه کوچنۍ اتومي بټۍ يې هم لرله، په عمل کې کار ورکوي، که نه. د شموکر په خبره ښايي د دغسې يوه توغندي وزن تر حده ډېر وي. خو په عمومي ډول په لويديځ کې اندېښنې هم ډېرې دي. له دې کبله د آلمان د پوځ له خوا د مشرتابه او د پلان جوړولو د يوه نوي مرکز په هکله بحثونه هم روان دي چې په وسلو د ناټو د بيا سمبالونې يوه برخه ده.

Screenshot BBC- russische 'unsichtbare' Atomraketen
د روسي توغنديو په اړه د وړاندې شوې ويډيو څخه يو انځورانځور: bbc

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.09.2017):