1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوریې د وتلو سربیره ترمپ دغه هیواد ته مرستې کنګل کړي

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

ولسمشر دونالد ترمپ خپلو نږدې همکارانو ته ویلي چې غواړي له سوریې څخه د امریکا پوځیان په لنډ وخت کې بهر کړي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم د وال ستریت ژورنال هغه رپوټ تائید کړی چې سوریې ته ۲۰۰ میلیونه ډالر مرستې کنګل شوي.

https://p.dw.com/p/2vHvO
Syrien Manbij US Soldaten
انځور: picture-alliance/AP Photo

وال ستریت ژورنال د جمعې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۳۰مه نېټه) په خپل رپوټ کې ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په سوریه کې د بیا رغونې له پاره ټاکل شوې له ۲۰۰ میلیونه څخه د ډیرو امریکايي ډالرو د مرستې لغو کولو امر کړی.

دغې امریکايي ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د چارواکو په حواله لیکلي چې دغه میلیاردر [ولسمشر ترمپ] وروسته له هغې د دغو مرستو د کنګل کولو پریکړه وکړه، کله چې نوموړي جنګ ځپلې سوریې ته د متحده ایالاتو له لوري په دې وروستیو کې د تعهد شوو نورو مالي مرستو په هکله یو خبري رپوټ ولوست.

د مرستو د ځنډولو موضوع بیا وروسته د رویترز خبري آژانس ته د سپینې ماڼۍ چارواکو هم تائید کړه. د سپینې ماڼۍ د چارواکو په حواله دغه پریکړه د سوریې په اوه کلن کړکیچ کې د امریکا د رول تر بیا ارزونې وروسته شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوه ویاند بیا ویلي چې د ولسمشر د لارښوونو سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوامداره توګه د مرستو مناسبه کچه ارزوي او دا څرګندوي چې څرنګه له دوی څخه په ښه توګه ګټه پورته کړل شي. د نوموړي په وینا دغه څه په دوامداره توګه روان دي.

د بیا رغونې د پروژو ځنډیدل

ټاکل شوې وه چې دغه پیسې د بریښنا، اوبو او سړکونو په څیر په بنسټیزو پروژو باندې مصرف شوې وای. د ترمپ دغه پریکړه چې غواړي له سوریې څخه د امریکايي سرتیرو خروج چټک کړي، د لومړي ځل له پاره د پنجشنبې په ورځ هغه مهال را برسیره شوه چې نوموړي د امریکا د اوهایو په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې امریکا به ډیر ژر سوریه ترک کړي.

USA | Trump kündigt militärischen Rückzug aus Syrien an
انځور: Getty Images/J. Swensen

نوموړي په سوریه کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې سره د مبارزې له پاره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې ګمارل شوو ۲۰۰۰ امریکايي سرتیرو ته په اشاره سره وویل چې: «پریږدئ چې نور خلک یې اوس مسوولیت واخلي.»

له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې د ترمپ د ادارې دوو چارواکو د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې ویلي چې د ترمپ څرګندونې د هغه د خپلو سلاکارانو سره د داخلي مشورو انعکاس دی. د دغو چارواکو په حواله ولسمشر ترمپ په دغو داخلي مشورو کې پوښتنه کړې وه چې په داسې حال کې چې سخت دریځې ډلې د لمنځه تلو په حال کې دي، ولې باید د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه هلته پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډله د سوریې او عراق له پراخو برخو څخه ایستل شوې. دغې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د دې هیوادونو ګڼې برخې تر خپلې ولکې لاندې درلودې.

په عین وخت کې د فرانسې خبري آژانس بیا د سپینې ماڼۍ د چارواکو په وینا ویلي چې دغه میلیاردر [ولسمشر ترمپ] د سوریې د شرقي برخې د ثبات په هکله د امریکا متحده ایالاتو د لنډ مهاله او اوږدمهال تهعد په تړاو بې باوره دی.

آيا په سوريه کي به اوربند رامنځ ته سي؟

په دې ترتیب سره له سوریې څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو موضوع د سوریې په هکله د واشنګټن د ستراتیژۍ په شاتګ دی. دغه ستراتیژي یوازې دوه میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ریکس ټیلرسن اعلان کړې وه. اوسمهال ریکس ټیلرسن له دندې ګوښه کړل شوی دی.

هغه مهال ټیلرسن خبرداری ورکړی وو چې څو کلونو ته اړتیا ده ترڅو سوریه بیرته خپل ثبات ترلاسه کړي او د دې ویرې څرګندونه یې هم کړې وه چې امکان لري جهادي ډلې بیرته راوګرځي.

بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په سوریه کې د ایران د رول له امله ژور اندیښمن دي او ځنیې ان فکر کوي چې له سوریې څخه د امریکا وتل به دغه هیواد روسیې ته د سپارلو په معنی وي. روسیه له اوږدې مودې راهیسې د سوریې له رژیم او له بشار الاسد ملاتړ کوي.

زموږ له آرشیف څخه: