1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سويل لوېديځو ولايتونو سره د نوو پروژو ژمني

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

د جنوب لوېديځي حوزې يو شمېر ولايتونو ته د برښنا لرسولو په موخه د٧٧٠ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې پيليږي. دا په داسي حال کي ده چي د کجکي د برېښنا پروژه له کلونو راهيسي همدا سي پاته ده.

https://p.dw.com/p/19EFY
Grundsteinlegung Straßenbau in Herat, Afghanistan. Die Bilder hat unser Korrespondent Hoshang Hashemi aus Herat geschickt. Alle Rechte gehören der DW. Zulieferer: Waslat Hasrat-Nazimi Schlagwörter: Afghanistan, auf-afg, Wiederaufbau, Straße, Bau, Herat
Grundsteinlegung Straßenbau in Herat Afghanistanانځور: DW

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۵) په کندهار کي د سويل لوېديځي حوزې په کچه د ښې حکومتدارۍ، امنيت او لاس ته راوړنو په کنفرانس کي د دغو پروژو خبره وکړه.

زاخېلوال وويل چي د کجکي پر بند به د برېښنا د درېيم توربين د نصبولو چارې ګړندۍ او له کابل څخه به هم د سويلي حوزې ولايتونوته د برېښنا غزولو بهير ګړندى کړي. د هغه په خبره په دې کار سره به په کندهار کي د غير فعالو فابريکو په بيا فعاله کولو سره په رزونو کسانو ته د کار زمينه برابره او د امنيت په راوستلو کې به لويه ګټه وکړي.

هغه زياته کړه چي په نژدې راتلونکي کي به کندهار له مزار او نورو مرکزي ولايتونو سره د سل ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ونښلول سي.

افغانستان کي د بيارغاوني روان بهير
افغانستان کي د بيارغاوني روان بهيرانځور: DW

وزير وايي په دې برخه کې د اسيا پرمختيايي بانک ورسره مرسته کړې ده او د دې پروژ يو څه کارونه پيل سوي او نور کارونه به يې له کندهار څخه پيل کړي:

«يوه هغه لويه لاره چي مزارشريف له کندهار سره نښلوي اول فيز ئې له مزاره شروع سوی د دره صوف له لاري او دوهم فيز غواړو چي له کندهاره پيل سي. دې پروژې ته د اسيا پراختيايي بانک سل ميليونه ډالره ورکړل او ډير ژر به له کندهاره د روزگان خواته هم کار شروع شي.»

د ماليې وزير زياته کړه:«د هغې پروژې له پاره چي کابل د برېښنا له لاره له کندهاره سره نښلوي د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا يې پيسې چي تقريباً ۵۰۰ ميليونه ډالره کيږي موږ ته را انتقال شوي دي او دغه راز به د کجکې پروژې د بشپړولو له پاره ۲۵۰ ميليونه ډلره پيسي موږ ته را انتقال شي.»

د زاخېلوال په خبره په کندهار ښار او ځينو لېري پرتو ولسواليو ته د غزېدولو سړکونو د رغولو له پاره يې هم پيسې تر لاسه کړي او په جوړېدو سره به يې د زرونو کندهاريانو بېلا بېلي ستونزي حل سي.

هغه دغه راز د سپين بولدک سرحدې ولسوالۍ د برېښنا زېرى هم ورکړ او يادونه يې وکړه چي په دې ولسوالۍ کي به د برېښنا فعالېدل د خلګو او دولت له پاره يوه ګټوره پروژه وي.

حضرت عمر زاخېلوال د واليانو د ګېلو او غوښتنو په جواب کې وويل، چي تر دې وروسته به هغه پروژې چي ارزښت يې تريو ميليون ډالرو زيات نه وي، صلاحيت او مسئوليت به يې واليانو ته وسپاري.

په دې کنفرانس کي د ماليې، ټولګټو او روغتيا وزېرانو، د سيمه ييزې ادارې د خپلواکو ارګانو مسئول، د کندهار، زابل، هلمند، روزګان او دايکنډي واليانو، امنيتي او قومي مشرانو هم ګډون کړى وو.

د کنفرانس ډېره برخه په تشريفاتي خبرو او تکراري ګيلو تيره او وروسته د کابينې ځينو وزيرانو خپلې پخوانۍ ژمنې بيا تکرار کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب