1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له «سي واچ» کښتۍ څخه دوه مهاجر وتلي دي

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

په داسي حال کي چې د آلمانۍ ژغورونکي کښتۍ «سي واچ» پر سر شخړه لا هم دوام لري، دوه ځوان پناه غوښتونکي ترې په وتلو توانیدلي. دغه کښتۍ له دوو اوونیو راهیسي د ایټالیا هیڅ یوه بندر ته داخلیدو اجازه نه ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/3LFUA
Sea-Watch 3
انځور: picture-alliance/dpa/Sea-Watch.org/C. Grodotzki

یوه ۱۹ کلن پناه غوښتونکی چي سخت دردونه یې لرل او د هغه کشر ورور د «روغتیايي بیړنۍ اړتیا» له کبله وکړلای سول چي ایټالیا ته ورداخل او له ژغورونکي «سي واچ» کښتۍ څخه ووځي. دغه خبر د سي واچ کښتۍ پرسونل په خپل تویتر کي ورکړی دی. خو بیا هم په کښتۍ کي ۴۰ تنه پاته دي.

د «سي واچ» کښتۍ له دوو اوونیو راهیسي ایټالیا ته د ورداخلیدو انتظار باسي. دغه کښتۍ د ایټالیا د لمپیدوسا جزیرې په اوبو کي ده خو اجازه نه لري چې په کوم بندر کې لنګر واچوي. د کښتۍ کپتانې کارولا راکیټه، وویل: «موږ دې ته انتظار نه سو کولای چي هر یو جلا جلا مریض او له کښتۍ څخه ووځي.»

تیره اوونۍ هغه د ایټالیا د کورنیو چارو د وزیر ماتیو سلواني، پر یوه بندیز سربیره هم د ایټالیا د اوبو قلمرو ته ورداخل سوه او ګواښ یې وکړ چې له اجازې پرته به هم په یوه بندر کې لنګر واچوي. خو که هغه دا کار وکړي نو د ایټالیا د حکومت له خوا یې لوړې جریمې او عدلي تعقیب ګواښي. په همدې حال کي بیا له مهاجرو سره د همدردۍ ښکاره کولو په خاطر د ایټالیا د پارلمان پنځو غړو په دې کښتۍ کي یوه شپه تیره کړې ده.

(qn/ms (dpa,afp