1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له صنعا څخه د عبري هيوادونو سفارتونه ووتل

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

سعودي عربستان، کویت، متحدو اماراتو او قطر خپل سفارتونه د یمن په عدن ښار کې پرانیستي دي. عربي هیوادونو دغه گام پر انصارالله غورځنگ او حوثي شعیه گانو د فشار راوړلو په موخه اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/1Ej8w
انځور: Reuters/Khaled Abdullah

د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو چارو سلاکار وزیر انور بن محمد قرقاش د جمعې په ورځ (فبروۍ۲۷مه) اعلان وکړ چې هیواد یې تصمیم لري چې خپل سفارتونه يې په عدن ښار کي فعالیتونه پيل کړي. قرقاش په رسمي ډول اعلان وکړ چې منصور هادي د یمن هیواد د قانوني ولسمشر په توگه پېژني.

سعودي عربستان هم خپل سفارت له «صنعا» څخه «عدن» ته انتقال کړی دی. له سعودي عربستان او امارتو سره یوځای کویت او قطر هیوادونو هم خپل سفارتونه د یمن عدن ښار ته انتقال کړي دي. دغه هیوادونه د یمن له ولسمشر منصور هادي چې استفاء یې کړې وه ملاتړ کوي.

د یمن ولسمشر منصور هادي د دغه هیواد په پلازمېنه «صنعا»کې د وروستیو نښتو او د انصارالله غورځنگ له خوا د ولسمشرۍ ودانۍ تر محاصره کیدو وروسته استعفاء ورکړې وه. خو هادي له صنعا څخه تر وتلو او عدن ته تر رسیدلو وروسته ځان د یمن قانوني ولسمشر وباله او د انصارالله کړني یې غیر قانوني وبللې.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا هم د یوې بیانیې په ترڅ کې د منصور هادي مشروعیت تائید کړ او د فارس خلیخ د همکاریو د شورا مشر عبدالطیف الزیاني هم عدن ته ولاړ او له منصور هادي سره یې وکتل.

تمه کیږي چې له پلازمېني صنعا څخه به عدن ته د سفارتونو له انتقال سره دغه هیواد یو نوي پړاو ته ننوځي او د جگړو لمن به لا پسې پراخه شي.

له صنعا څخه د خبرو اترو ځای له انتقال سره د انصارالله مخالفت

له بلي خوا د حوثي شعیه گانو جریان یا د انصارالله غورځنگ، د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي جمال بن عمر له خوا د خبرو اترو ځای له صنعا څخه بل ځای ته په انتقالیدو سره خپل مخالفت ښوولی.

په دې وروستیو کې د انصارالله ډلې مشر عبدالملک حوثي، منصور هادي «د سعودي عربستان او امریکا» په نوکرۍ تورن کړی دی.

د یمن د وروستیو بدلونو په هکله د ایران خبردارۍ

ایران په یمن کې له صنعا څخه عدن ته د پلازمېني انتقالول د یمن له یوالي سره په مخالفت کې وباله. په همدې اړه د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افریقایې او عربي هیوادونو په چارو کې مرستیال حسین امیر عبداللهیان خبرداری ورکړ چې «د یمن د تجزیې مسیر به د هیڅ اړخ په گټه نه وي».

امیر عبداللهیان زیاته کړه: «هغه اړخونه چې د عدن له مبدا څخه په یمن کې کورنۍ جگړه تحمیلول غواړي، په خپله محاسبه کې دې تیروتنه نه کوي». نوموړي ټینگار وکړ چې د یمن د تجزیې مسیر به د هیچا په گټه نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال وویل چې د یمن ولس او مشران به اجازه ورنه کړي چې دغه متحد هیواد په یوې بلي سومالیا او لیبیا باندي بدل شي.

د یادوني وړ ده چې امریکا متحدو ایالاتو، آلمان، بریتانيا، فرانسې او ایټاليا هیوادونو هم په یمن کې د خپلو سفارتخانو کارونه ځنډولي او خپل دیپلوماتان یې ورغوښتي دي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له حوثي ملېشو څخه غوښتي دي چې له خپل جنگيالي له دولتي تاسیساتو څخه وباسي.